د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان امنیتي ځواکونو ته د خبرداري ورکولو دعوه رد کړه


ګڼ خلک تر هغې یوه ورځ وروسته د بولدک او چمن پر لار واوښتل چې افغان چارواکو وویل د سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې- د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۵مې انځور
ګڼ خلک تر هغې یوه ورځ وروسته د بولدک او چمن پر لار واوښتل چې افغان چارواکو وویل د سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې- د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۵مې انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح دا څرګندونه چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک افغان امنیتي ځواکونو ته په سپین بولدک کې د عملیاتو په تړاو خبرداری ورکړی، رد کړې.

صالح د جولای پر ۱۵مه ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیولو د هڅې په تړاو "افغان ملي اردو او هوايي ځواک ته رسمي خبرداری" ورکړی.

نوموړي د جولای پر ۱۵مه پر ټوېټر ادعا کړې، چې که افغان امنیتي ځواکونه له سپین بولدکه د طالبانو په شا تمبولو هڅه وکړي نو "د پاکستان هوايي ځواک به یې ځواب" ورکړي.

صالح زیاته کړې چې د "پاکستان هوايي ځواک اوسمهال په ځینو سیمو کې د طالبانو هوايي ملاتړ" کوي.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې افغان چارواکو د جولای پر ۱۴مه وویل چې د سپین بولدک ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې.

تر دې یوه ورځ وروسته رسنیو خبر ورکړ چې د سپین بولدک او چمن لار د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوه.

خو د پاکستان حکومت د جولای پر ۱۶مه په سپین بولدک کې د جګړې له وجې د چمن لار د خلکو او مال وړونکو ګاډو پرمخ بیا وتړله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان هوايي ځواکونو ترمنځ هېڅ رابطه نه ده شوې.

په بیان کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند زاهد حفیظ چودري له خولې راغلي چې افغان حکومت اسلام اباد ته ویلي ول چې له چمن سره نېږدې "پر خپله خاوره د هوايي عملیاتو نیت" لري.

بیان وايي، پاکستان افغان حکومت ته پر "خپله خاوره د اقدام کولو د حق استعمالولو مثبت ځواب" ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام اباد "پر خپله خاوره د خپلو سرتېرو او ولس د ساتنې لپاره اړین اقدامات" وکړل.

په بیان کې راغلي، البته د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د دعوې برعکس، د "پاکستان هوايي ځواک، افغان هوايي ځواک ته هېڅ خبره نه ده کړې."

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دا ډول بیانونه د افغانستان د شخړې په هواري کې "د پاکستان مخلصه هڅې کمزورې" کوي.

خو د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جولای ۱۵مې شپې مهال پر ټوېټر په بل بیان کې ویلي دی چې دی د "پاکستان پوځ او هوايي ځواک د خبرداري ثبوت" وړاندې کولو ته تیار دی.

تر دې شاوخوا یو ساعت وروسته نوموړي پر ټوېټر په درېیم بیان کې ویلي چې له ځینو رسنیو سره یې شواهد شریک کړي خو د هغو رسنیو نومونه یې نه دي ورکړي.

په وروستیو کې د افغانستان نورو چارواکو هم پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او د پاکستان په خاوره کې دننه یې د طالبانو د ډلو د تنظیم ویډیوګانې شریکې کړې دي.

پاکستان په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان د سولې هڅې کوي او د هغه هېواد په شخړه کې د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG