د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکي د ۱۷ وسله والو د وژلو ادعا کوي


په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات. انځور - ارشیف
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات. انځور - ارشیف

د افغانستان د ننګرهار چارواکو ادعا کړې چې ۱۷ وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جولای پر ۱۷مه، وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک او اچین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپي شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې طالبانو په هېواد کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو دعوې وکړې چې د افغان حکومت په وینا، ځینې یې ورڅخه بېرته نیولې دي.

دواړه لوري په زیاتېدونکي تاوتریخوالي کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي او په عین وخت کې پر سیمه ییز او نړیوال کچ هم د افغانستان پر حالاتو غونډې شوې او روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG