د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د انټرنېټي بریدګرو په اړه معلومات ورکوونکو ته د انعام ورکولو اعلان وکړ


امریکا وايي د انټرنېټي بریدګرو په اړه د معلومات ورکوونکو هویت پټ ساتي - انځور له ارشیفه
امریکا وايي د انټرنېټي بریدګرو په اړه د معلومات ورکوونکو هویت پټ ساتي - انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه چا ته به لس میلیونه ډالر ورکوي چې د یو بهرني هیواد په لارښوونه او یاکنټرول سره د امریکا پر مهمو بنسټونو د انلاین بریدګرو پېژندګلوي وکړای شي او یا هم د هغوی ځای ځایګي په اړه معلومات ولري.

دا انعامونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د انعام" پروګرام یوه برخه ده چې د جولای پر ۱۵مه یې په یوه بیان کې اعلان کړل.

په دغه پروګرام کې د معلومات ورکوونکي هویت پټ ساتل کېږي، د استوګنې په بدلولو یې غور کېږي او مستحقو کسانو ته د کرېپټو کرنسۍ (کمپیوټري پیسو) له لارې انعام ورکول کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، د تاوان لپاره شوي ډېری انلاین بریدونه له روسیې شوي دي خو پکې د هغه هېواد د حکومت او د بریدګرو ترمنځ اړیکه نه ده لیدل شوې. روسیه په انټرنېټي بریدونو کې له ککړتیا انکار کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په جون کې د انټرنېټي بریدونو مسله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سرمشریزه کې شریکه کړې وه. نوموړي همداراز تېره اوونۍ پوتین ته په ټېلېفوني خبرو کې ویلي ول چې د انټرنیتي تاوان غوښتونکو بریدګرو خلاف اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG