د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې سېلاوونو تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي


په جرمني کې سېلاوونو د دوو ایالتونو یو شمېر برخې ځپلې دي.
په جرمني کې سېلاوونو د دوو ایالتونو یو شمېر برخې ځپلې دي.

د جرمني په لویدیځ کې د سختو سېلاوونو له وجې د مړو شمېر ۱۰۳ ته لوړ شوی دی.

د جولای پر ۱۶مه وویل شول چې ۶۰ کسان په راینلینډ - پیلېنتېنېت ایالت او ۴۳ نور په ګاونډي شمالي راین وېستفالیا ایالت کې وژل شوي او دا وېره هم شته چې د مړو شمېر به لوړ شي ځکه چې لا هم سلګونه کسان ورک دي چې د ژغورلو او موندلو پلټنې یې روانې دي.

اې ار ډي ټېلېوېژن ویلي، دا په وروستیو کلونو کې په طبیعي ناورینونو کې جرمني ته رسېدلی تر ټولو لوی ځاني زیان دی.

د کولن په جنوب کې د اهروایلر ولسوالۍ پر فېسبوک پاڼې خبر ورکړل شوی له هغه ځایه تر ۱،۳۰۰ پورې کسان ورک دي.

په ټوله سیمه کې، د سختو بارانونو له وجې، په سیندونو کې اوبه زیاتې شوي او له غاړو یې اوښتي دي چې له وجې یې ګرده ټولنه زیانمنه شوې، لویې لارې یې بندې شوي او له کلیو او ښارونو څخه خلک سمدستي وتلو ته اړ شوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ زیهوفر ویلي، فدرالي حکومت په پام کې لري چې څومره ژر کېدای شي، له ځپل شویو سیمو سره مرسته وکړي خو دا یې هم وویل چې پر دې موضوع باید د جولای پر ۲۱مه په کابینه کې پرېکړه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG