د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوې جرګې خیبر پښتونخوا کې د قبایلو ورګډېدل رد کړي


د قبایلو په پښتونخوا تر ورګډېدو مخکې هم ځینو مشرانو د دې اقدام مخالفت کاوه - په ۲۰۱۷ز کال کې په بنو کې د قبایلي انضمام ضد جرګې انځور.
د قبایلو په پښتونخوا تر ورګډېدو مخکې هم ځینو مشرانو د دې اقدام مخالفت کاوه - په ۲۰۱۷ز کال کې په بنو کې د قبایلي انضمام ضد جرګې انځور.

د قبایلو د یوې جرګې مشرانو ویلي دي چې دوی په خیبر پښتونخوا د خپلو ضلعو ورګډېدل نه مني ځکه چې په وینا یې، انضمام "جبري" وو او پکې له "ټول ولسه رایه نه وه اخیستل" شوې.

دې مشرانو دا څرګندونه د جولای پر ۱۵مه د اسلام اباد د خبریالانو په مرکز کې کړې.

د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډېدو موضوع له پیله لانجمنه پاتې شوې او ځینو ګوندونو، مشرانو او فعالانو یې مخالفت او نورو یې حمایت کاوه.

له شمالي وزیرستانه جرګې ته ورغلي یوه مشر ملک خان مرجان وویل په سیمه کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

په جرګه کې ځینو نورو قبایلي مشرانو وویل، له انضمام سره د دوی مشکلات لا زیات شوي دي او باید حکومت یې غوښتنو ته پام وکړي.

د جولای پر ۱۵مه جرګې د غوښتنو په اړه د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي مشال راډیو ته وویل، دوی څه د پاسه درې کاله مخکې له ټولو قبایلي مشرانو سره لیدلي ول او یوازې هغه مشران په خیبر پښتونخوا د خپلو سیمو ورګډېدل نه مني چې د زوړ نظام لاندې یې مراعات ختم شوي ول.

د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۱مه نېټه په اساسي قانون کې د ۲۵م ترمیم له لارې قبایلي سیمې په خيبر پښتونخوا ورګډې کړې.

تر دې اقدام مخکې حکومتي پلاویو په قبایلي سیمو کې له اوسېدونکو سره غونډې کړې وې او بیا یې اعلان وکړ چې هغوی په خیبر پښتونخوا د ورګډېدو په حق کې دي.

خو په هغه وخت کې هم ځینو سیاسي ګوندونو، مشرانو، فعالانو او اوسېدونکو د دې اقدام مخالفت کاوه او څو ځلې یې احتجاجونه هم کړي ول.

په خیبر پښتونخوا د قبایلو له ورګډېدو راهیسې په هغو سیمو کې اصلاحاتي بهیر روان دی او د هغو ضلعو انتظامي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG