د پاکستان پخوانی ولسمشر ممنون حسین د ۸۱ کلونو په عمر کې ومړ.
د نوموړي زوی ارسلان ممنون رسنيو ته ويلي چې پلار یې د کینسر ناروغي درلوده او د جولای ۱۴مې پر ماخوستن یې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړه.
ممنون زیاتوي، پلار یې له څلورو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر وو.
ممنون حسېن د مسلم ليګ (ن) غړی او له ۲۰۱۳ز څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د پاکستان ولسمشر وو.
نوموړی په ۱۹۹۹ز کال کې د سيند صوبې ګورنر هم پاتې شوی.
د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز، د سیند ګورنر عمران اسماعیل، د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه او نورو سیاستوالانو د حسین پر مړینه خپګان ښوولی دی.