د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خیبر پښتونخوا پبلک سروس کمېشن نوې تګلارې زرګونه کسان متاثره کړي"


دا کاندیدان پر دې پروسې اعتراض لري.
دا کاندیدان پر دې پروسې اعتراض لري.

په خیبر پښتونخوا کې د نویو افسرانو ټاکونکې ادارې - پبلک سروس کمېشن - د ۲۰۲۱م کال په پیل کې اعلان کړی وو چې د ۹۵ څوکیو لپاره ورته کاندیدان کاغذونه جمع کولای شي.

په دې پروسه کې ۳۵ زره کسانو کاغذونه جمع کړي وو او ټسټونه یې هم وار له مخه ورکړي وو خو اوس دغه کسان وايي، پبلک سروس کمېشن خپله پالیسي بدله کړې چې له وجې به یې اکثره کسان د امتحان دوهم پړاو ته د تلو جوګه هم نه شي پاتې.

د دوی په وینا، د پخوانۍ کړنلارې له مخې هغه کاندیدان به په دوهم پړاو کې د ۱۲ مضمونونو امتحان کې د کېناستو جوګه وو چې په ټسټ کې به یې تر ۴۰ فیصدو نمرې اخېستې وې خو اوس د نوې پالیسۍ له مخې په دغو ۹۵ سیټونو کې به هر یو سیټ ته ۲۵ غوره کسان د سکرییننګ یا چاڼ نه پس راغوښتل کېږي او نور به پاتې کېږي.

په دې اړه امتحان ورکونکی احسان الله وایي، " د يو سيټ لپاره به ۲۵ کاندیدان امتحان ورکولای شي، باقي پاتې به ترې لېرې کېږي، له دې پالیسې سره به په ۳۵ زره کاندیدانو کې ۳۲ زره کاندیدان بهر شي، ځکه چې کله دوی ۲۵ کاندیدان راغواړي، د ۹۵ څوکوو لپاره نو دې ته به صرف دوه يا دونيم زره کاندیدان پاتې شي."

د ده په وینا، اوس مسله دا ده چې باقي پاتې ۳۲زره کاندیدانو کې به دومره څوک قابلان نه وي چې دغه امتحان پاس کړي.

یو بل تن حبيب الله چې په انګريزي او نړیوالو اړیکو کې یې ماسټر کړې او د امتحان لپاره یې ټيسټ ورکړی، وايي، "له درې کلونو راهیسې مې دغه امتحان لپاره تیاري کړې وه خو اوس د نوې پالیسۍ له مخې له ما سره په زرګونو کاندیدان متاثره شوي دي."

ده وویل، ډېر داسې کسان دي چې خپل کاروبار یې پرېښی او د دې امتحان تیاري ته ناست دي.

نوموړي زیاته کړه، "ما پخپله هم په سعودي عرب کې استاذي پرېښوده دې لپاره چې امتحان ته اوزګار شوم او تياریې وکړم، خو د نوې پالیسۍ له مخې زما په ګډون ډېر اميدواران متاثره شول."

یو بل تن عبدالوهاب بیا وايي، په ټوله نړۍ کې د امتحان جوګه کيدو لپاره تر ۴۰ پورته نمرې پکار وي او هم دغه پاليسۍ د خيبر پښتونخوا بپلک سروس کميشن وه.

خو اوس د نوې پالیسۍ له مخې په دغو ۹۵ سیټونو کې به هر یو سیټ ته ۲۵ غوره کسان د سکرییننګ یا چاڼ نه پس راغوښتل کېږي او نور به پاتې کېږي.

خو د پبلک سرویس کمېشن یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، دا پالیسي د کمېشن بورډ جوړه کړې او هغوی ګڼي چې دا پالیسي سمه ده.

یاده دې وي چې پبلک سروس کميشن به هرکال د سرکاري څوکیو لپاره اشهتار جاري کاوه خو د کورونا وبا له وجې اوس يې درې کاله وروسته اشهار جاري کوي.

XS
SM
MD
LG