د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت تعلیمي ادارې د جولای تر پایه وتړلې


زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکولونو ته روانې دي - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې د سختې ګرمۍ له کبله به په صوبه کې تعلیمي ادارې د جولايي‌ تر پایه تړلې وي.

دا له هغه وروسته ده چې د صوبايي حکومت له خوا تعلیمي ادارې د جولای له لومړۍ تر ۱۱مې نېټې تړل شوې وې.

د جون پر ۲۹مه د صوبې د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي له دفتره په جاري کړل شوي نوټیفکېشن کې راغلي وو چې د ګرمۍ زیاتېدو له امله به د جولای له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې ټولې سرکاري تعلیمي ادارې تړلې وي.

دا پرېکړه د خیبر پښتونخوا د لوړو او ثانوي زده کړو ادارې د جولای پر ۱۲مه وکړه.

د پرېکړې له مخې د صوبې ټول سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه به تر یادې شوې نېټې پورې تړلې وي.

د پېښور پوهنتون ویاند محمد نعمان د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په صوبه کې د سختې ګرمۍ له وجې دا ګام پورته کړل شوی دی.

ده وویل،د جولای تر ۳۱مې پورې به د صوبې ټول پوهنتونه او کالجونه به بند وي.

د پېښور پوهنتون یو شمېر زده کوونکو مشال راډیو ته وویل، هغوی د حکومت پر دې پرېکړه خوشاله نه دي ځکه چې د کورونا د ټولبند له وجې یې وار له مخې وخت ډېر ضایع شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG