د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کورونا وبا: تعليمي ادارې پرانېستل شوې خو شخصي ادارې ستونزې لري


استادان وايي، له حکومتي لارښوونو سره سم يې په تعلیمي ادارو کې له کورونا څخه د خونديتوب لپاره اقدامات کړي دي.
استادان وايي، له حکومتي لارښوونو سره سم يې په تعلیمي ادارو کې له کورونا څخه د خونديتوب لپاره اقدامات کړي دي.

د پاکستان حکومت له پلان سره سم د هېواد د نورو برخو په څېر د خيبرپښتونخوا په سکولونه کې هم د مارچ له لومړۍ نېټې راهيسې د ماشومانو ۱۰۰ فيصده حاضري پيل شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې چارواکي وايي، په دې هېواد د کورونا ناروغانو په شمېر کې د پام وړ کمی ليدل شوی دی.

د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د فبرورۍ پر ۲۵مه پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی وو چې د مارچ له لومړۍ نېټې به ټول ماشومان په اوونۍ کې پنځه ورځې خپلو سرکاري او يا هم شخصي سکولونو ته د زده کړو لپاره ځي.

حکومت د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر د تېر کال په نومبر کې سکولونه تړلې ول خو تېره فبروري مياشت يې په مرحله واره توګه بېرته خلاصول پيل کړل.

“ماشومانو ته مو مارچ او اپريل مياشتې ورکړې چې خپلې زده کړې وکړي او په مې کې داخلي امتحان ورکړي.
ډاکټر ابراهيم

د خيبرپښتونخوا په تعليم محکمه کې د ابتدايي او ثانوي زده کړو څانګې يو افسر ډاکټر محمد ابراهيم د مارچ پر دويمه مشال راډيو ته وويل، دوی د مخکې په څېر اوس هم په سکولونو کې له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارو چارو عمل يقيني کړی دی.

هغه زياته کړه،

"هغه وخت چې کورونا وبا ښه په زور کې وه، موږ سکولونو ته ويلي وو چې د ماشومانو ترې د حفاظت ټولې لارې چارې په پام کې ونيسي. لکه د هغوی د لاس وينځلو لپاره اوبه او صابن، سينيټايزر او ماسک وغيره. اوس هم دا لارښوونې ۱۰۰ فيصده عملي کوو."

ډاکټر محمد ابراهيم زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د ماشومانو زده کړې نورې اغېزمنې نشي او د هغوی د امتحانونو لپاره يې پلان هم جوړ کړی دی.

“ماشومانو ته مو مارچ او اپريل مياشتې ورکړې چې خپلې زده کړې وکړي او په مې کې داخلي امتحان ورکړي. د نهم او لسم ټولګيو د بورډ امتحان به د مې پر ۲۱مه وي. د ۱۱م او ۱۲م جماتونو امتحانونه به بيا په جون کې وي. موږ به خپل نوی تعليمي کال په اګست مياشت کې پيلوو.”

په ملګرو ملتونوکې د ماشومانو د حقونو او خير ښېګړي ادارې يونيسيف شمېرې ښيي چې په خيبرپښتونخوا کې د سکولونو تړل کېدو له وجې د څه د پاسه پنځه ميليونه ماشومانو زده کړې اغېزمنې شوې دي. اداره زياتوي چې د پام وړ شمېر ماشومان د هغوی مور او پلار له سکولونو واېستل او مزدورو ته يې واچول.

دا خبره د خيبرپښتونخوا د سرکاري پرايمري سکولونو د استادانو د اتحاديې مشر عزيزالله خان هم کوي. نوموړی د پېښور په ګلبهار پرايمري سکول کې استاد دی او د مارچ پر دريمه يې مشال راډيو ته وويل، د سکولونو تړل کېدنې د هغو ماشومانو په شمېر کې اضافه کړې چې د زده کړو پر ځای محنت مزدورۍ کوي.

ده البته زياته کړه چې تر خپله وسه کوښښ کوي چې ماشومان او هم د هغوی استادان له کورونا وايرسه د حفاظت لارښوونې عملي کړي.

په سکولونو کې د ماشومانو ترمنځ د فاصلې ساتلو خبره ګرانه ده، خو کوښښ کووي چې ماشومان له کورونا وايرسه خوندي کړو
احمد علي

“په يو ټولګي کې چې ۵۰ ماشومان ناست وي نو ترمنځ يې فاصله نشي ساتل کېدای. خو صابن، توليه او سينيټايزر، دا په هر يو سکول کې موجود دي. ماشومان او استادان يې ماسکونه هم اچوي. کورونا وبا يو غټ تاوان دا وکړ چې د سکولونو بندېدو له وجې د پام وړ شمېر ماشومان له سکولونو ووتل. هغوی خپل غريب مور او پلار مزدورو ته واچول.”

د هېواد د نورو برخو په څېر په خيبرپښتونخوا کې هم زرګونه شخصي سکولونو جوړ دي.

د دې سکولونو د اتحاديې يو مشر احمد علي وايي، د کورونا وايرس وبا د شخصي سکولونو سېکټور ته زښته ضربه رسولې او زرګونه يې ورتړلي دي.

نوموړی زياتوي، په سکولونو کې د ماشومانو ترمنځ د فاصلې ساتلو خبره ګرانه ده، خو نور دوی پوره کوښښ کوي چې ماشومان له کورونا وايرسه خوندي کړي.

“اوس چې سکولونه مکمل خلاص شول نو د حفاظتي لارښوونو سل فيصده عملي کول ګران دي. د سکولونو خونې وړې وي او ماشومان پکې ډېر وي، ځکه نو تردامنځ يې مناسب فاصله نشي ساتل کېدای. موږ بيا هم سکولونو ته ويلي چې تر خپله وسه حفاظتي لارښوونې عملي کړي.)

هغه زياته کړه چې له کورونا وبا مخکې په خيبرپښتونخوا کې د شخصي سکولونو شمېر شاوخوا ۱۰۰۰۰ ته رسېدلی وو خو د ده په خبره چې د وبا له کبله سکولونه وتړل شول چې ورسره د شاوخوا دوه زره راجسټر سکولونو مالکان مجبور شول چې خپل کاروبار وتړي ځکه چې د دوی د ودانۍ کرايې او د استادانو د تنخوا پیسې نلري.

د شخصي ښونځيو استادان له سرکاره مالي مرسته غواړي
د شخصي ښونځيو استادان له سرکاره مالي مرسته غواړي

دا چې د ماشومانو سکولونو ته بېرته تګ به ګنې په سيمه کې د کورونا وايرس وبا د خپرېدو خطر سېوا کړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د باجوړ د مرکزي روغتون يو ډاکټر شفيق احمد وايي، که ماشومان او د هغوی استادان له وايرسه د حفاظت پر حکومتي لارښوونو عمل وکړي نو داسې شونې نه ده.

د نوموړي په خبره، په باجوړ کې دوی هره ورځ په مختلفو ځايونو کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان د کورونا وايرس لپاره معاينه کوي، چې پايلې يې منفي راځي. ډاکټر احمد زياته کړه دا خبره دوی ته هيله بښي چې په سيمه کې د کورونا وبا په کمېدو ده.

د خيبرپښتونخوا ترڅنګ د پنجاب او بلوچستان په سکولونو کې هم د ماشومانو ۱۰۰ فيصده حاضري پيل شوې.

د سېند حکومت بيا ويلي چې تر هغې چې په صوبه کې د کورونا وايرس بشپړه خاتمه نه وي شوې، سکولونه به يې د ۵۰ فيصده ماشومانو د ساتلو پالېسي جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG