د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي پېښور کې طالب پلوه لاریون اندېښمن کړي


د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د افغانستان حالاتو ته په کتو په صوبه کې امنیت خرابېدو ته نه پرېږدي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د افغانستان حالاتو ته په کتو په صوبه کې امنیت خرابېدو ته نه پرېږدي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو یې په صوبه کې د امنیت ټینګښت هڅې لا زیاتې کړې دي.

د ولسي اړيکو او لوړو زده کړو په چارو کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګښ د جولای پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل حکومت د پېښور د بورډ بازار پر لاریون اندېښمن دی او هڅه کوي چې داسې پېښه تکرار نه شي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د جولای نهمې پر ماخوستن پر ټولنیزو شبکو د پېښور په بورډ بازار کې د افغان طالبانو په حق کې د یوه لاریون ویډیوګانې خپرې شوې.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو د کره والي تصديق نشي کولای خو پکې ښکاري چې ظاهراً لسګونه کسان د پېښور په بورډ بازار کې له تورخمه د افغانستان په جګړه کې د وژل شوي يوه کس له وروړل شوې جنازې سره ملګري کېږي او د افغان طالبانو او د جهاد په حق او د افغانستان، پاکستان او امريکا حکومتونو ضد شعارونه ورکوي.

بنګښ د مشال راډیو د دې پوښتنې مستقیم ځواب ورنکړ چې د افغان طالبانو بیرغونه (جنډې) په لاس لاریونوال څوک ول او دا چې پوليسو تر اوسه په دغه قضيه کې څه کړي دي؟ خو زیاته یې کړه چې حکومت به د دغه رقم کړنو د مخنيوي پوره هڅه کوي.

دی وايي، د پاکستان حکومت "تل ويلي چې د افغانستان دننه د هر رقم حالت اثر نېغ په نېغه پر پاکستان کېږي. که خدای مه کړه د افغانستان حالت لا پسې خرابېږي نو پاکستان، په تېره خيبر پښتونخوا او زموږ قبايلي ضلعې به يې له اغېزه بچ پاتې نه شي. تاسو چې کومه واقعه ياده کړه، هغه باقاعده زموږ د قانون عملي کوونکو ادارو په نوټس کې راغلې ده. موږ ورباندې اندېښمن يو او د مخنيوي هڅې به يې کوو."

پاکستانۍ ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې د جولای پر ۱۱مه خبر ورکړ چې د پېښور د بورډ بازار د احتجاجي لاريون په خلاف په ريګي تاڼه کې اېف ای ار درج شوی دی.

مشال راډيو هم د جولای پر ۱۱مه د دې خبر د تصديق او په اړه يې د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د ورځې مهال څو وارې د پېښور پوليسو د یوه چارواکي ياسر اپرېدي پر وټس ایپ شمېره زنګونه ووهل او ليکلي او غږيز پيغامونه یې ورته پرېښوول، خو نوموړي د هغو د ليدلو او اورېدلو باوجود ځواب ورنکړ.

البته د پېښور يو خبريال محمود جان بابر چې له بورډ بازار سره نېږدې اوسي، وايي په دې سيمه کې د افغان کډوالو نفوس زيات دی او دا چې پر تورخم دروازه د جنازو وړل راوړل د "معمول" خبره ده.

خو نوموړی زياتوي چې د وروستۍ جنازې په ویډيو کې د افغان طالبانو بېرغونه ورته حيرانوونکې وه. "په ویډيو کې له ښوول شويو لوحو پته لګي چې دا خلک په بورډ بازار کې ول. په دې سيمه کې د افغان کډوالو ابادي زیاته ده له هغو څخه ډېری پاکستاني شناختي کارډونه لري. هسې خو پر [پوله] ډېرې جنازې ځي او راځي، خو دا اول ځل وو چې په يوه جنازه کې د افغان طالبانو بېرغ وليدل شو او خلکو نعرې وهلې. خو تر دې اخوا موږ داسې څه نه دي ليدلي چې په بورډ بازار او شاوخوا کې د افغان طالبانو موجوديت ثابت کړي."

د پېښور يو بل خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد بيا په دې اند دی چې د افغان طالبانو پاکستاني ملاتړي ښايي د پخوا په څېر ميدان ته راووځي او په سيمه کې د سختدريځۍ او جګړې اور ته لمن ووهي."پر امريکا د ۲۰۰۱ز د سېپټېمبر تر حملو وروسته چې هغه هېواد په افغانستان کې پر طالبانو د بريدونو دړکه وکړه نو موږ وليدل چې په پېښور کې د طالبانو په حق کې مظاهرې وشوې. په پاکستان کې ډېری ګوندونه د طالبانو پلويان دي. د دوی ملګري هغه تنظيمونه هم دي چې د ترهګرو په توګه اعلان شوي دي. د بورډ بازار جلوس ته د پېښور او شاوخوا هر يو طالب، سره له بېرغونو، ځان ور رسولی او د جهاد په حق او د جمهوريت پر ضد يې شعارونه ورکړي دي."

اخوا د خيبرپښتونخوا د کارګرانو او کلتور چارو وزير شوکت يوسفزي د جولای پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، دوی د افغانستان د حالت ښه کېدو په هيله دي خو زياته يې کړه چې که د هغه هېواد جګړه لا تودېږي نو د پاکستان وفاقي او د خيبرپښتونخوا صوبايي حکومتونه به د خپل ولس ګټو ته په کتو مهمې پرېکړې وکړي.

نوموړي ډاډ وښود چې د صوبې حکومت او پوليس به يقيني کوي چې د بورډ بازار د وروستي لاريون په څېر پېښې تکرار نه شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG