د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د افغانستان حالات له پاکستان سره له وړاندې کمزوری تجارت اغېزمنولای شي''


د تورخم پر لار د تجارتي مالونو ټرکونه. انځور - ارشیف

د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیل سره په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمينځ په نښتو کې زیاتوالی راغلی دی.

وسله والو د هېواد په یوشمېر سیمو کې د پرمختګ ادعاوې کړې دي خو افغان چارواکي بیا وايي چې په سلګونه وسله وال یې وژلي دي.

که څه هم د افغانستان حالات نېغ په نېغه د دې هېواد پر ګاونډیو هېوادونو اثر کوي خو پر پاکستان او په تېره پر ډیورنډ کرښه میشتو پښتنو یې اغېز تر نورو ډېر زیات دی چې وجه یې د دوی ترمینځ ژبنۍ، کلتوري، ټولنیزه او تجارتي خپلوي ده.

د افغانستان حالات د خیبر پښتونخوا د تجارت لپاره د مرګ او ژوند حثیت لري.
امقصود انور

په پاکستان کې سوداګر وايي که حالات همداسې دوام وکړي‌ نو وار لمخه له افغانستان سره کمزوری تجارت به ورته لا ډېر تاوان ورسوي.

د خیبر پښتونخوا د چمبر اف کامرس مشر مقصود انور مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان حالات د خیبر پښتونخوا د تجارت لپاره د مرګ او ژوند حیثت لري.

ده وویل، "تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي تر هغه وخته زموږ صوبه غرقه ده او هغه په دې چې له موږ سره بل مارکیټ نه شته، افغانستان زموږ یوازېنی مارکېټ دی، زموږ او د هغه ځای د خلکو ټولنیزې، اقتصادي او هر ډول اړیکې دي، هغوی زموږ او موږ د هغوی په خوارک اموخته یو، موږ یو خلک یو."

مقصود انور وویل چې یو وخت یوازې له خیبر پښتونخوا څخه افغانستان ته کلني درامدات دوه نیم اربه ډالره وو خو اوس د ده په وینا یوازې څلور سوه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.


د چمن د تجارانو پخوانی مشر اینجینېر دارو خان اڅکزی وايي، د افغانستان د جګړې تر مرګ ژوبلو وروسته تر ټولو لوی تاوان تجارانو ته رسېږي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې یو پلو د افغانستان حالات تجارت متاثره کوي او بل چې د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شي نو تجارت بلکل په ټپه ودرېږي.

"د بېلګې په توګه چې کله د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شي نو پولې وتړل شي او د پولو له تړل کېدو سره ټول مالونه د پولې دواړو غاړو ته ایسار شي نو زما په فکر د افغانستان د کورني تشدد پرتله د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابوالی تجارت ډېر متاثره کوي."

اینجنېر دارو خان اڅکزي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت په ځانګړې توګه له ۲۰۱۵ز کاله راهیسې کال پر کال د کمۍ پر لور روان دی.

د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ته د پاکستان تجارت چې په وروستيوو کلونو کې کم شوی دی
د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ته د پاکستان تجارت چې په وروستيوو کلونو کې کم شوی دی

د افغانستان او پاکستان پر پوله د پاسپورټ او ویزو شرط نه یوازې د عام ولس تګ راتګ د پخوا پرتله کم کړی دی بلکې د تجارو په وینا، له دې سره پر تجارت هم په بېسارې توګه اغېز شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمينځ پر تجارت نظر لرونکی زاهد شينواری وايي، د پاکستان او افغانستان خپلمنځی کلنی تجارت هسې هم له نږدې درې اربو ډالرو څخه تر یو ارب ډالرو هم لاندې تللی دی او ښايي د اوسنیو حالاتو له کبله نور هم کم شي.

"اوس چې کوم حالات را روان دي نو زه ګڼم چې دا به ۴۰ یا ۵۰ فیصده نور کم شي او د کال به درې یا څلور سوه میلیونه ډالرو ته ټیټ شي کوم چې زموږ د ولس لپاره ډېره د تشویش خبره ده، هغه ځکه چې زموږ د هر څه دارو مدار له افغانستان سره پر تجارت دی او نور له موږ سره په لاس کې څه نشته."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو شمېر تجارتي لارې دي خو تورخم او چمن پولې پکې تر ټولو لویې او فعالې دي خو په دې وروستیو کې پر دې بندرونو هم په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا محدودیتونه زیات شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG