د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي اسیا کې د تجارت په وړاندې خنډونه


Armenia -- Iranian truck-drivers in Armenia, 24Aug2012
Armenia -- Iranian truck-drivers in Armenia, 24Aug2012
ژباړه : مجید بابر

پراګ : د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼي ً ايکسپريس ټربيون ً د جنوبي ایشیا لپاره د نړيوال بېنک د مرستیالې مشرې ازابیل ګورېرو لیکنه خپره کړېده. هغې دې لیکنې ته سرلیک ورکړی دی چې ًً که چيري په جنوبي ایشیا کی د تجارت په وړاندې خنډونه ليرې شي ً.

ازابیل ګورېرو د یاد شوي سرلیک لپاره د اته کاله وروسته راتلونکي یو خیالي تصویر وړاندې کوي او لیکي ،

دا لیکي ، دا ۲۰۲۰م کال دی د هند يو لارۍ (ټرک) چلوونکي واسو ته په بنګله دېش کې د لارۍ چلولو اجازت دی.

هغه دې ته اړتيا نه لري چې د هند او بنګله دېش پر پوله به په لسو ساعتونو کې مال د بنګله دېش لارۍ ته سپاري. د هند او بنګله دېش د کستم چارواکي دی تر درو ورځو نه دروي.

او نه هم دی واسو خپله لارۍ داسې بیايي چې له یوه پلوه ډکه او له بله پلوه تشه وي. وه هغه ته ډېره ګټه پاتې کیږي.

ليکواله ليکې ، دا هغه خيال دی چې اته کاله وروسته یانې په ۲۰۲۰م کال کې يې موږ په اړه فکر کولای شو ، خو دا مهال د جنوبي ايشيا د اقتصادي پرمختګ لاره د سیمه یيزو هيوادونو پر پولو يو شمېر خنډونو نيولې ده.

دا لیکي ، يوازې د پاکستان او افغانستان ، هند او د نيپال پولې د تجارتي لاریو لپاره پرانستل شوې دي. او پر دې سربېره يوه ستړی کوونکې کاغذي کاروايي چي شاوخوا يوه میاشت وخت اخلي.

د دې په مقابل کې د لاطیني امريکا د هيوادونو پر پولو دا کاغذي کاروايي ۲۰ ورځې او د دې هيوادونو چې د اقتصادي پرمختګ د همکارۍ د سازمان غړي دي تر مينځ د تجارت لپاره کاغذي کاروايي ۱۱ ورځې اخلي.
په اسلام اباد کې خبر يال او اقتصاد پوه مبارک زېب وايي ً که د مځکې له لارې د تجارت لپاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسيا هيوادونه اسانتياوې پيدا کړي نو د دې ټولې سيمې د ولس ژوند به سوکاله شيً.

مبارک زېب زیاتوي ، ً د جنوبي اسیا په هیوادونو کې ورځي ، غنم ، سبزۍ ، مېوې او نور داسې شیان دي چې افغانستان او د منځنۍ اسيا هيوادونه ورته اړتياوې لري ، او په دې هیوادونو کې بیا د انرژۍ ګن شمېر داسې زېرمي دي چې د جنوبي اسيا په هيوادونو کې یې ډېره اړتیا دهً .

ليکواله ازابیل ګورېرو ليکي ، کېدای شي چی په دې ټوله سيمه کې د مځکې له لارې د تجارت په وړاندې چې کوم خنډونه دي د هغوی لامل (وجه) په سيمه کې کړکېچن حالات او د دې هیوادونو تر منځ سياسي شخړې وي.

خو د ازابیل ګورېرو په لیکنه ، د دې ترڅنګ په لاجسټیکي توګه هم ډېرې ستونزې دي ، سړکونه خراب دي ، پر پولو ډير وخت اخیستونکې کاغذي کاروايي ده او د اسيايي هيوادنو تر منځ د اورګاډو (ټرېنونو) د پټلیو نیشتوالی هم يوه لويه مسله ده.

د اقتصادي چارو کارپوه مبارک زېب وايي چې د دې ټولې سيمې په هيوادونو کې ځینې یو څه او ځېنې بل څه لري. که د مځکې له لارې د تجارت په وړاندې ستونزې هوارې شي نو سيمه د خوشحالۍ پر لور تللای شي.

ليکواله ازابیل ګورېرو د دې مقالې په پای کې ليکي چې که تر ۲۰۲۰م کاله د اسيا هيوادونو له مځکنۍ لارې د تجارت لپاره اسانتیاوې راوستې ، سړکونه او د اور ګاډو پټلۍ یې جوړې کړې ، د کسټم کاغذي کاروايي یې اسانه شوه او د انفارمېشن ټیکنالوجۍ نرخونه کم شو نو په بنګله دېش کې به د يوه کس امدن ۱۷ فيصده ، په هند کې ۱۵ فیصده او په پاکستان کې به ۵ فيصده زيات شي.
XS
SM
MD
LG