د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ټرانزيټي اړیکې پراخې شوې: غوریانی


افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریانی له پاکستاني پلاوي سره د لیدو مهال ګډ عکس: ۲۰۲۱، ۱۸ مارچ
افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریانی له پاکستاني پلاوي سره د لیدو مهال ګډ عکس: ۲۰۲۱، ۱۸ مارچ

افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ترانزیټي اړیکې په دې وروستیو کې پراختیا موندلې ده.

نوموړي د مارچ پر ۱۷مه نېټه (پرون) په کابل کې له پاکستانه ورغلي سوداګريز پلاوي سره د غونډې پر مهال زياته کړه چې په دوه اړخيزې همکارۍ سره بايد د دواړو هیوادونو خلکو ته د سوداګرۍ او ترانزیټ لا زياتې موقع رامنځته کړل شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون ((اپټا)) د غځونې په اړه غورياني وويل چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو د دې تړون د نوي متن په جوړولو کې چمتووالی ښودلی دی.

هغه زیاته کړه چې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د تاشکند درې اړخیزه ناسته کې پاکستاني پلاوي موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به يوه نوې ((اپټا)) د نړیوال سازمان له اصولو سره سم جوړه شي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګريزې ترانزیټي اړیکې پراخې کړي.

پر دې مهال د پاکستان پلاوي مزارشریف ته د دوی د سفر پایلو په بیانولو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ ترانزیټي اړیکو پراختیا وستايله او په بیلابیلو برخو کې یې له افغان پانګوالو سره په ګډ ه کارکولو کې خپله ليوالتيا څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG