د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله ۲۰ زره سرتېري ګوماري


د تاجیکستان افغانستان ګډه پوله او یو تن تاجیک سرتیری
د تاجیکستان افغانستان ګډه پوله او یو تن تاجیک سرتیری

د افغانستان په شمال کې د جګړو له زیاتېدو وروسته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جولای پر پینځمه نېټه امر کړی چې شل زره تاجک پوځیان دې د افغانستان د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شي.

رحمان چې د تاجکستان د امنیت شورا د غونډې مشري کوله د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د تاجکستان ولسمسر د وېب پاڼې له مخې امام علي رحمان د خپل هېواد په امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې دې هر اړخیز تدابیر ونیسي او د تاجکستان امنیت دې ډاډمن کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د جولای پر پینځمه نېټه په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره کتلي دي.

د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي چې دوی د امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د دې ناستې نور جزییات نه دي رسنیز شوي.

وړمه ورځ هم د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او د افغانستان په روان امنیتي وضعیت یې اندېښنه ښودلې.

تاجکستان داسې وخت د افغانستان د پولې په اوږدو کې د شلو زرو سرتېرو د ګومارلو اعلان کړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په شمال کې نښتې ډېرې شوې او د سیمې د هېوادونو اندېښنې یې پارولې.

د تاجکستان چارواکو ویلي، د جون پر ۲۲مه نېټه څه باندې ۱۶۰۰ افغان سرتېري هغه هېواد ته ور اوښتي دي.

محمد ظاهر د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو د یوې ډلې قوماندان دی چې اوس له خپلو سلو کسانو سره یوځای تاجکستان ته اوښتی دی.

هغه د مشال راډیو له تاجکي سروېس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پاڅونوالو او طالبانو ترمینځ جوړجاړي دوی اړ ایستل چې د یکشنبې په ورځ تاجکستان خوا ته ور واوړي.

نوموړی وايي:"د خواهان ځايي خلکو یو جوړجاړی کړی و، د ولسي پاڅون غړي راغلل د کنډک شاوخوا یې ونیوله او طالبانو ته یې تسلیم کړه."

هغه افغان سرتېري چې په دې وروستیو کې یې تاجکستان ته پناه وړې د شمس الدین شاهین په سیمه کې سرحدي بازار ته څېرمه ساتل کېږي.

محمد ظاهر وايي چې وسلې یې د تاجکستان پوله ساتونکو ته سپارلي او اوس یې برخلیک د افغانستان او تاجکستان د چارواکو په پرېکړه تړلی دی: "دا د افغانستان او تاجکستان حکومتونو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي موږ کله انتقالوي، په تمه یو چې څه پروګرام دی."

د افغانستان دفاع وزارت تاجکستان ته د افغان سرتېرو د ور اوښتو په باب د مشال راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي.

افغان چارواکو مخکې له ولسوالیو وتل تکتیکي شاتګ بللی او ویلي یې دي د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره پوره هڅې کوي چې له طالبانو سره دي.

د افغانستان او تاجکستان د ګډې ۱۳۵۷ کیلومیټره پولې د تاجکستان د چارواکو په خبره ۹۰۰ کیلومیټره د طالبانو په کنټرول کې ده هغه څه چې لا افغان چارواکو نه ده تایید کړې.

هاخوا د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې د جولای پر پینځمه نېټه ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په ټيلیفون غږیدلی او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې مسکو به د تاجکستان د پولې په اوږدو کې د ناامنیو د مخنیوي لپاره هر ډول بیړنۍ همکاري وکړي.

روسیې تردې مخکې هم د افغانستان په شمال کې د ناامنیو په زیاتېدو په تېره بیا د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د تاس په یوه بل راپور کې راغلي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جولای پر پينځمه نېټه سهار له خپل ازبکستاني سیال شوکت میرضیاییف سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

د راپورونو په اساس ازبکستان خبرداری ورکړی چې که څوک له افغانستانه ناقانونه ور واوړي بیرته یې هغه هېواد ته ورستنوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG