د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور خبریالانو د پنجاب یوه قانون ضد احتجاج کړی


د پېښور خبریالانو د پنجاب یوه قانون ضد احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د خبریالانو اتحادیو د پنجاب اسمبلۍ د یوه قانون ضد مظاهرې کړي. دا احتجاجونه د جولای پر پینځمه د خبریالانو د فېډرالي ټولنې (پي اېف یو جې) په غوښتنه شوي. خبریالان وايي، د جولای پر لومړۍ په پنجاب اسمبلۍ کې منظور شوې قانوني مسوده د بیان ازادي ګواښي. په مسوده کې د هغو خبريالانو لپاره د سزاګانو وړاندیز شوی چې تر رسمي اعلاميو مخکې د اسمبلۍ او د هغې د کمېټيو د کارروايانو رپورټونه خپروي. خو په اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند يو غړي مخدوم محمد عثمان، چې دا مسوده یې وړاندې کړې وه، مشال راډیو ته وویل په هېڅ صورت د رسنیو ازادي نه ختموي بلکې قانون یې له ایین سره سم جوړ کړی. د جولای پر پینځمه په پېښور کې خبریالانو د پنجاب له حکومته د یاد ترمیمي قانون ختمولو غوښتنه وکړه. تفصیل په ویډیویي رپورټ کې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG