د لاسرسي ځای

تازه خبر

سویېلي وزیرستان: لنډیوام کې ماین چاودنې ۱۱کلن ماشوم و‌‌ژلی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د سویېلي وزیرستان په بدر لنډيوام سیمه کې د فېبرورۍ پر نهمه (پرون دوشنبه) ماسپښین دوې بجې د ځمکلاندې ماین له چادولو یو یوولس کلن ماشوم اسدالله وژل شوی دی.

د سیمې یوه تن اسلام الدین له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې وژل شوی ماشوم یې بېګا په اته بجې خاورو ته وسپارلی دی. د ده په وینا چې د ملېشې ځواکونو ډېر کسان په دغه جنازه کې د ګډون لپاره ورغلي ول او له دوی سره یې ډېر امداد وکړ.

اسلام الدین وايي، ''د دوی په ټولو هغو سیمو کې چېرته چې پوځ پاته شوی دی هلته خوا او شا سیمه که له ماینونو پاکه شي. ځکه چې دوی له خپله ځنګله لرګی کور ته راوړي. دلته خو خلک ګیس نه لري. د لرګي تکلیف وي، ساړه وي، واوره وي، اورونه بلوو. که دغه سیمه له ماینونو پاکه نه شي نو د دوی بچیان به تل د دغه ماینونو ښکار کېږي.''

د پټو ماینونو په باب ولسي بیداري پیلوو

د سویېلي وزیرستان دیپټي کمیشنر خالد اقبال وايي چې د وژل شوي ماشوم اسدالله له کورنۍ سره به مالي مرسته کوي. د نوموړي په خبره دغه ډول پېښې د ناروینونو سمبالولو ادارې (پاکستان دیزاسټر منېجمنټ) لاندې راځي. او ده خپلو اړوند چارواکو ته امر کړی چې د ماشوم له کورنۍ سره دې مرسته وشي.

خالد اقبال وايي چې په خلکو کې د ماینونو خطر په اړه به عامه پوهای پیلوي. د ده په خبره: ''اوس سکولونه خلاص شول نو هلته به د عامه بیدارۍ غونډې کوي. ځکه چې د دې سیمې ماینونونه پاکول ډېره ګران کار دی. نو له ماینونو شنډولو سره سره به د ماشومانو بیدارولو چارې هم ترسره کوو چې هغوی خپلځانونه څنګه له پټو ماینونو وژغوري.''

پولیس دې د بم پوچولو لپاره وروزل شي

د سویېلي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره پکار ده چې د دوی د ډلې نږدې ۱۵ تنه په نوښار کې وروزل شي ځکه چې د بم شنډولو چل د دوی یوه پولس وال ته نه ورځي. دی وايي چې وسله والو دا ماینونه ښخ کړي دي او پوځ والا لګیا دي پاکوي یې، د هغوی هم دوه درې تنه د ماین پېښو ښکار شوي ‌دي.

شوکت علي زیاتوي پکار دا ده چې د دوی خپل اهکاران ورزول شي چې دوی خپله د ماین یا بم پوچولو یا شنډولو چل زده کړي.

د ماین ښکار امرالدین له تېرو څه کم څلورو کلنو علاج کوي

۱۷ کلن امرالدین په ۲۰۱۷ز کال پر ۲۷م د اپرېل د کورنۍ له دوو نجونو سره یوځای د سویېلي وزیرستان په بدر سیمه کې له خپل کور سره لاندې په یوه باغ کې د ماین چادونې ښکار شوي دي. په دې پېښه کې د ده یو لاس او یوه سترګه ژوبل شوي ول. دی وايي، د ډېره اسماعیل خان او پېښور په هسپتالونو کې له درملنې پس یې اوس په کراچۍ کې علاج روان دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې د بدن هېڅ برخه یې روغه نه ده پاتې.

امرالدین
امرالدین

امرالدین له تېرو څه کم څلورو کلونو راهیسې په خپله ځاني خرڅه د یوې سترګې او یوه لاس علاج کوي. پولیټکلی په لومړي سر کې ۳۶ زره روپۍ ورکړې وې خو له هغه پس ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

دی دا وخت په کراچۍ کې د نهم جماعت د امتحان تیاري کوي.

د امرالدین تره اسلام الدین چې دا مهال په بدر سیمه کې دی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په کومه ورځ چې د ماین چاودنه وشوه نو د ده یوه خور او یوه وروره هم ژوبل شوې وې. د ده خبره چې جینکۍ په ۲۰۱۷ز کال کې د لسو او یوولسو کلونو په عمر وې. د ده په خبره چې اوس یې صحت ښه دی خو له سرکاره هیله لري چې د امرالدین په علاج کولو کې دې مرسته ورسره وکړي.

سرکار دې کرلي ماینونه پاک کړي

د پېښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عالمزېب مسید چې د جبري ورکو کسانو شمېرې راټولوي، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه په وزیرستانونو کې د ماین چولو ۱۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي. چې څه نه څه ۲۵۰ ماشومان، ښځې او سړيان پکې ټپیان او وژل شوي دي.

نوموړي وویل بیا بیا یې سرکار ته ویلي چې نه یوازې د ماینونو پاکولو چارې دې ګړندۍ کړي بلکې د دې لپاره دې یوه څرګنده تګلاره خپله کړي. د ده په وینا د سیمې ولس ماین چاودنو ډېر کړولی دی او ډېر په سخته ویره کې ژوند تېروي.

عالمزېب مسید په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې حکومت دې هلته انساني اړخ ته پام واړوي، پر خلکو دې رحم وکړي او څومره ماینونه چې یې کرلي دي هغه دې پاک کړي.

د سویېلي وزیرستان ځايي انتظامیې له مخې په سیمه کې د پاکستان پوځ د بمونو او ماینونو شنډولو ډلې په ځمکه کې د خوندي بمونو پاکولو چارې رواني کړې دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د ماین چاودلو دا پېښې بیا بیا رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG