د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: چاودنه کې د یوې کورنۍ د ۵ تنو د وژنې او ۵ نورو د ژوبلېدو ضد احتجاج دوام لري


سیاسي او مدني فعالان وايي، حکومت دې معلومه کړي چې د ماین پاکۍ پر کیمپېن سربېره ولې ناچاودلې مرمۍ موندل کېږي.
سیاسي او مدني فعالان وايي، حکومت دې معلومه کړي چې د ماین پاکۍ پر کیمپېن سربېره ولې ناچاودلې مرمۍ موندل کېږي.

په خیبر کې لسګونه سیاسي او مدني فعالان نن پر دویمه ورځ هم په یوه کور کې د توغندي په چاودنه کې د یوې کورنۍ د غړو د مرګ ژوبلې ضد په احتجاج دي.

دوی پرون (د جون پر ۳۰مه) تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پینځه کسان ووژل او پینځه یې ژوبل کړل.

چارواکي وايي، ماشومانو د راکټ مرمۍ موندلې وه او کور ته یې وړې وه چې ورڅخه کباړ جوړ کړي. خو د سیمې سیاسي او مدني فعالان وايي، حکومت دې معلومه کړي چې د ماین پاکۍ پر کیمپېن سربېره ولې ناچاودلې مرمۍ موندل کېږي.

دوی د چارشنبې په ورځ د لواړګي په چروازګۍ کې افغانستان ته تلونکې لار تړلې وه او غوښتنه یې کوله چې د بمونو شنډولو ادارې د هغو کارکوونکو پر ضد مقدمه جوړه کړي چې د دوی په وینا، د بې پرواهۍ له وجې یې د یوې کورنۍ غړي ووژل او ژوبل شول.

احتجاجیانو د پېښې ښکار کورنۍ ته د تاوان ورکولو غوښتنه هم کوي او وايي، انتظامیه دې سیمه له بمونو او ناچاودلو مرمیو پاکه کړي. د خیبر انتظامي او امنیتي چارواکو د جون پر ۳۰مه (پرون) له احتجاجیانو سره خبرې وکړې او ورته یې د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړ. د خیبر پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

مځکلاندې بمونو یا ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنیادي غوښتنو کې شامل دي.پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پر وخت په جنوبي، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عالمزېب مسید د سږني کال په فبرورۍ کې له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه په وزیرستانونو کې د ماینونو د چاودېدو ۱۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي چې شاوخوا ۲۵۰ ماشومان، ښځې او سړي پکې ټپیان او وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په فبرورۍ کې ویلي ول چې د قبایلو له یو شمېر برخو یې ماینونه پاک کړي او په نورو کې یې بهیر ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG