د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د چین نظام نشي عملي کېدلای: کارپوهان


کارپوهان وايي، د پاکستان سياسي او جمهوري تاريخ دومره زوړ دی چې دلته د چين ماډل نه شي عملي کېدای. انځور- ارشیف
کارپوهان وايي، د پاکستان سياسي او جمهوري تاريخ دومره زوړ دی چې دلته د چين ماډل نه شي عملي کېدای. انځور- ارشیف

په پاکستان کې کارپوهان وايي، په دې جمهوري او اسلامي هېواد کې د چين حکومتي ماډل عملي کول ګران دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر لومړۍ نېټه د چين د واکمن کميونسټ ګوند د سلمې (۱۰۰) کلیزې پرمهال د پاکستان وزيراعظم عمران خان له چينايې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د چين کميونسټ پارټۍ يو متبادل حکومتي ماډل رامنځته کړی او د ده په خبره دا ماډل چې په کومه طریقه په ټولنه کې مېرټ رامخې ته کوي، هغه غربي جمهوريتونو ته ماتې ورکړې.

خو په اسلام اباد کې خبريال عبدلقيوم صديقي وايي، په چين کې له ۱۹۴۹ز کال راهيسې د يوې کميونسټ پارټۍ حکومت دی، شااوخوا نهه کروړه خلک د دې پارټۍ غړي دي او دوی خپل مشران ټاکي او دارنګ د هېواد له پاتې يو ارب دېرش کروړه خلکو هېڅ تپوس پوښتنه نه کېږي.

قيوم صديقي وايي، که څه هم په چين کې دې نظام ته جمهوريت ويل کېږي خو نړۍ دا جمهوريت نه مني ځکه چې هلته عام وګړو ته د فیصله سازۍ حق نشته، مذهبي ازادي او نور جمهوري حقونه نه لري.

قيوم صديقي د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې عمران خان د چين د حکومتي ماډل ستاينه ځکه کوي چې نوموړی غواړي په پاکستان کې يو پارټي نظام رامنځته کړي او تل د ده ګوند په حکومت کې وي خو داسې ممکن نه ده:

"پاکستان او چين کې ډېر زيات فرق دی. چین له سره مذهبي ملک نه دی او زموږ ايين وايي چې پاکستان يو اسلامي او فلاحي ملک دی. په چين کې مذهبي او نورې شخصي ازادۍ نه شته او زموږ ايين دا ورکوي نو عمران خان به غواړي چې پاکستان کې د چين حکومتي ماډل نافذ کړي او دلته د يوې پارټۍ حکومت وي خو د دې لپاره به موجوده ايين ختمول او نوی ايين به راوړل وي."

په لاهور کې د سياسي چارو پوه رسول بخش ريس وايي عمران خان د جمهوري عمل په وسيله وزیراعظم جوړ شوی او کله هم د جمهوريت پرځای بل نظام مخې ته نه شي راوړی.

رسول بخش ريس وايي، د وزيراعظم عمران خان دا خبرې سمې دي چې د چين حکومتي ماډل چين ته ډېرې معاشي ګټې رسولې دي خو د دې هېواد خلک يې له جمهوري حقونو هم بې برخې کړي.

نوموړی د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل، د پاکستان سياسي او جمهوري تاريخ دومره زوړ دی چې دلته د چين ماډل نه شي عملي کېدای:

"په دې علاقه کې د ايين تجربات له څه باندې ۱۰۰ کالو راهيسې کېږي. په دې سيمه کې د استازو انتخابولو پروسه د تېرې صدۍ په ابتدا کې انګرېزانو معارفي کړې. ادارې هم دلته داسې جوړې کړل شوي چې پارلېماني نظام ته زمينه برابره کړي. او د پاکستان له جوړېدو وروسته هم د اييني نظام، د قانون د بالادستۍ، ولسي ازادیو او صوبايي خودمختاريو لپاره کوښښونه شوي او دا شيان زموږ د تاريخ برخه دي."

په اسلام اباد کې سياستوال او د سيمه ييزو چارو پوه مشاهد حسېن سيد وايي چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د چين د کميونسټ پارټۍ تعريف کول هسې يو بيان او د نوموړي شخصي نظر دی. مشاهد حسېن د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې د وزيراعظم عمران خان د څرګندونو د پاکستان له داخلي سياست سره هېڅ تعلق نه شته:

"وزيراعظم چې کومې خبرې کړي نو د هغو له جمهوريت سره تعلق نشته. هغه د کميونسټ پارټۍ د ۱۰۰ کاله پوره کېدو په موقع دا بيان ورکړی البته د دې بيان تعلق له پاک-چين دوستۍ سره دی."


وزيراعظم عمران پر داسې مهال د چين د حکومتي ماډل تعريف کړی چې په امريکا کې څېړنيزې ادارې پيو ريسرج د جون پر ۳۰مه خپور کړي خپل راپور کې ویلي دي چې د دوی سروې ښيي په نړۍ کې زياتره خلک په دې عقيده دي چې چين د خپلو خلکو شخصي ازاديو ته احترام نه لري.

بلخوا د چين د کميونسټ پارټۍ ۱۰۰ کاله پوره کېدو په موقع د دې هېواد ولسمشر شي جن پنګ بيا په خپل ګوند غږ کړی چې د خپل ولس مطمينولو او ژوند ښه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

XS
SM
MD
LG