د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان پر تازه څرګندونو د سیاستوالو غبرګونونه


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د نومبر په ۲۸مه د پنجاب په ناريوال کې له هند سره د کرتارپور راهدارۍ پولې پوري سړک جوړولو غونډې ته وينا کې وويل: ''زه د وزيراعظم په توګه، زما ګوند، ټولې سياسي پارټۍ، موږ پوځ او ټولې ادارې په يو دريځ يو او موږ وړاندي تلل غواړو.''

خو د وزیر اعظم عمران خان د خبرو په اړه په پاکستان کې یوشمېر سیاستوال وایي چې د حکومت لخوا یو ښه ګام اخېستل شوی او نړۍ ته یو ښه پېغام ورسېدو خو نورو هېوادونو سره هم داسې راهدارۍ خلاصول پکار دي.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو مشیر او د مسلم لیګ (ن) یو مخکښ سرتاج عزیز مشال راډیو ته وویل چې دا یو ډېر ښه ګام دی خو په دې نېږدو کې د اړیکو بحالیدو لپاره امید نه لري.

نوموړي وايي: "د هند وزیراعظم پالیسۍ هم دا ده چې خبرې نه کوو هغوی ته په کمپاین کې ووټ د پاکستان او مسلمانانو په مخالفت ملاوېږي نو دا وخت لا امید نه دی کول پکار."

د پیپلز ګوند پخوانی سېنټر او د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر وایي ډېر ښه قدم دی او چې چا هم کړي ورته مبارکي ورکوي.

نوموړي وايي: "موږ د کرتارپور راهدارۍ پرانستې ته هرکلی کړی او موږ غواړو چې دغه کوم پیل وشو چې دا دې روان وي."

ده وویل: "د کرتار پور دا مسله له تېرو ۳۰ کالو راهیسې په اېجنډا وه یو وزیراعظم هم دا ونکولی شو او د دې لپاره نه چې هغوی نه غوښتل، بې نظیر بوټو او نواز شریف غوښتل خو هغه وخت د امنیتي ادارو اجازت نه ورکول."

د دې راهدارۍ جوړولو په اړه په هند کې مېشت سیکان خوشاله دي ځکه چې سږ کال به هم دې میاشت کې دوی د خپل مذهبي مشر بابا ګرونانک دیو زیارت له د هند پولې څخه په اسانه کرتار پور ته تلای شي.

د جمعیت العلمای اسلام (ف) ډلې غړې نعیمه کشور خان زیاتوي چې د اړیکو بحالیدو په اړه خوشبینه نه ده.

نوموړې وايي: "مشکله ښکاري ځکه چې کوم بیانونه د هند له خوا راغلي دي او د هغوی د بهرنیو چارو وزیرې کوم بیان ورکړې دې نو ماته نه ښکاري چې دا به د امن لپاره وي."

دې وویل:" هغوی مکمل د مزاکراتو انکار کړی دی او په سارک کانفرنس کې د ګډون نه هم."

دې زیاتوي:" د هند مطبوعات دا د خالصتان په حوالې وړاندې کوي نو زه وایم چې دا به مشکلات جوړوي او د مزاکرانو لړ کې به څه پرمختګ نه کېږي."

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان وايي، موږ د امن خبره کوو او تل مو مسلې د مزاکراتو په مېز د هوارولو خبره کړې ده.

ده وویل: "ګورې دا د رویو په اړه ده ، ایا دا رویه زموږ افغانستان لپاره هم ده او که نه او که دا نه ده نو بیا به ورته په نړۍ او هند کې به ورته خلک د شک په نظر ګوري نو موږ وایو چې دا راهدارۍ پکار دي، که موږ د سي پېک خبره کوو نو دا به هله کامیابېږي چې زموږ له افغانستان سره اړیکې ښې وي او وسطي اسیا ته دې اړخ نه سامان تلای شي که نه وي نو ګټه به یې چین ته وي خو زموږ خلکو ته به نه وي."

د جمات اسلامي یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړی صاحبزاده طارق الله په وینا چې له نورو ملکونو سره هم داسې راهدارۍ پکار دي چې د تګ راتګ لارې اسانه شي.

نوموړي زیاتوي:" موږ غواړو چې دا اړیکې ښه شي خو د کشمیر د خلکو قربانۍ هېرې نه کړل شي."

ده وویل:" باید چې د کشمیر د ازادۍ تحریک سر ته ورسي او تر څو پورې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر مسله وي نو زما یقین نه راځي چې د پاکستان او هند اړیکې به ښې پاتې شي."

د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړۍ انجنیر حامد الحق وایي چې حکومت یې هر وخت د امن لپاره تیار دی.

ده وویل: " عمران خان خو صفا ویلي دي که چېرې هند يو قدم رامخي ته شي نو دوی به دوه قدمه دوستي په لور واخلي. خو موږ ورته د سارک د سرمشریزې غونډې بلنه هم ورکړې دې، د سارک غړي هېوادونو ته د ناستې ضرورت دي چې کینې او خپلې مسلې خپلې هواري کړي خو هند دا نکار کوي خو موږ هر وخت د امن په لار تلو لپاره تیار یو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د پاکستان له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې ښه والې راځي خو د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج د نومبر پر ۲۸مه ویلي و چې د کرتار پور ګوردوارۍ د خلاصولو دا مطلب نه دې چې مزاکرات به بحال شي، د ترهګریزي پېښې د ودرېدو پورې مزاکرات نشې کېدای.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG