د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګهای همکارۍ سازمان د پاکستان لپاره څومره مهم دی؟


د شانګهاى همکارۍ سازمان سرمشريزه د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې پيل شوه.
د شانګهاى همکارۍ سازمان سرمشريزه د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې پيل شوه.

د جون پر ۱۳مه د کرغزستان په سر ښار بیشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان پرانستونکې غونډه وشوه چې پکې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د هغه هندي سیال نریندرا مودي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وکړ.

ورپسې د جون پر ۱۴ د دې سازمان عمومي غونډه وشوه چې بيا وروسته د غړيو هېوادونو د مشرانو تر منځ ليده کاته پېل شول.

دا چې پاکستان له شانګهای همکارۍ سازمانه څه ګټه ترلاسه کولای شي او دا سازمان څومره موثره دی؟

د سیمه يیزو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان په دې هکله وايي: ((په دې تنظیم کې د ترهګرۍ خلاف معلومات شریکول او مبارزې په لړ کې همکارۍ ته وده ورکول دي، چې پاکستان ترې ګټه ترلاسه کولای شي. بیا پاکستان چې دا وخت د نورو ملکونو په مقابله کې یوازې ښکاري، تمه ده چې په دې کې کمی راشي. خو له دې ډېر توقعات ساتل نه دي پکار.))

دا راز د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج لحق وايي، پاکستان له شانګهای همکارۍ سازمانه ډېرې اقتصادي ګټې هم ترلاسه کولای شي.

((په دنیا کې درې څلور لوی علاقايي تجارتي تنظیمونه دي چې پکې شنګهای تنظیم هم شامل دی. په دې سازمان کې د چین، روس او هند ترڅنګ د منځنۍ اسیا مهم ملکونه شامل دي نو پاکستان له دې ملکونو سره په ښو تعلقاتو جوړولو پاکستان خپل تجارت او برامدات زیاتولای شي. ځکه چې د دې تنظیم یو لوی مقصد دغه هم دی.))

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی چې مقصد یې د غړیو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او یو شمېر نورو برخو کې همکارۍ ته وده ورکول دي.

یاد سازمان په دې لړ کې څومره موثره دی؟

پر دې پوښتنه ډاکټر سرفراز خان وویل: ((دا سازمان په دې حواله ډېر موثره دی. ځکه چې د روس، چین او د وسطي اسیا هېوادونو د مشرانو منځ کې رابطې زیاتې شوي، معاشي او سفارتي اړیکې یې زیاتې شوي دي. د دې تنظیم اواز په دنیا کې د موثره اواز په توګه اورېدل کېږي. له ملګرو ملتونو وروسته د دنیا په اهمو علاقايي تنظیمونو کې دا سازمان هم شامل دی. دا یو ګټه ور سازمان ګڼل کېږي او فېصلې یې د غړیو هېوادونو ترڅنګ پر سېمه لوی اثر لري.))

قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روس د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG