د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین ته د شاه محمود قریشي سفر څه ارزښت لري؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کورونا تر پیل وروسته په لومړي ځل چین ته تللی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کورونا تر پیل وروسته په لومړي ځل چین ته تللی دی

پراګ- پاکستان او چین هوکړه کړې چې د خپلو ګټو خوندي کولو او په سیمه کې د سولې، سوکالۍ او پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوي.

د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو شاه محمود قریشي او وانګ یي د چین په هاینان صوبه کې د اګست پر ۲۱مه د سټراتيجک ډايلاګ دويم پړاو وروسته په ګډه اعلاميه کې وويل چې د کووېډ-۱۹ ناورغۍ پر وړاندې مبارزې او دوه اړخيزه تعلقاتو په ګډون پر نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو به خبرې اتري جاري ساتي.

د چین ولسمشر شي ژن پنګ هم د اګست پر ۲۲مه د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یو خط په ځواب کې ویلي چې دواړه هېوادونه به په سيمه کې د خپلو مشترکو ګټو، امن، ترقۍ او د سیمه اییزو هیوادونو تر منځ د همکاري زیاتولو لپاره کار کوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د اګست پر ۲۰مه چين ته د دوه ورځنې سفر په داسې حال کې وکړ چې نوموړي څو ورځې مخکې د کشمیر پر لانجمنه موضوع د اسلامي هیوادونو سازمان "او ای سي" پر کردار نیوکې کړې وې.

د اګست په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند تر واک لاندې د کشمیر پر حالاتو په اړه له ریاضه د اسلامي هېوادونو سازمان د غونډې جوړولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که سعودي عرب دا کار نه کوي، نو پاکستان به یې خپله وکړي.

تر دې بیان وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف پیدا شوی خو د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د اګست پر ۱۶مه د سعودي عرب دوره کړې وه خو له سعودي عرب ولې عهد شهزاد بن سلمان سره يې ملاقات نه وو شوی.

دا په داسې حال دې ده چې د پاکستان ولسمشر پارلېمان ته په خپله درېیمه کلنۍ وینا کې وویل، اسلام اباد په افغانستان کې سولې غوښتونکی دی ځکه چې په وینا یې، په هغه هېواد کې اوږدمهالې ناامنۍ پاکستان ته خورا زیات تاوان رسولی دی.

ده د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پینځمه د هند ترواک لاندې د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت او کورواکۍ ختمېدو راهیسې پر حالاتو هم خبرې او انتقاد وکړ چې نوی دلی یې خپله کورنۍ موضوع بولي او زیاته یې کړه چې پاکستان به اسراییل په رسمیت و نه پېژني.

د اسراییلو په اړه علوي دا خبره تر هغې څو ورځې وروسته کړې چې د اګست پر ۱۳مه متحده عرب امارات او اسراییل د بشپړو ډېپلوماټیکو اړیکو پر پیلولو سلا شول.

شنوونکو نظرونه

په پاکستان کې د سيمه ايزو چارو پوهان د قرېشي وروستي بيان او چين ته د هغه سفر ته په سيمه کې د ممکنه نویو ایتلافونو په نظر ګوري.

د پاکستان انګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ایډیټر نويد حسين د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، د پاکستان په بهرنیو وزارت او بهرنۍ تګلاره کې د ډېر وخت راهیسې د تبدیلۍ ضرورت محسوسېدو چې اوسني حالات یې څرګندوي.

"داسې ښکاري دا یو سنجیده کوښښ دې چې پاکستان خپله خارجه پالیسي کې تبدیلي راولي. اوس هغه وخت نه دې چې څوک به یوازې پر مذهبي بنیاد ستاسو مرسته وکړي. دا اوس ټولې د اقتصادي ګټو لوبې دي. په دې سیمه او نړۍ کې چې کوم جغرافیايي سیاسي بدلونونه کېږي، په هغې کې چین غواړي چې په سیمه کې دې د پاکستان او ایران یو مهم رول وي. نه په داسې کې د شاه محمود قریشي چین ته تلل دا څرګندوي چې چین ډېر په کلکه د پاکستان لخوا په خپله بهرنیو چارو تګلاره کې د بدلون ملاتړ کړی دی."

په پېښور پوهنتون کې استاد ډاکټر سرفراز خان هم په سیمه کې د نویو جغرافیايي سیاسي ایتلافونو طرفته اشاره کوي او وايي چې په نورو هیوادونو باندې د خپل اقتصادي انحصار له وجې پاکستان وخت په وخت داسې فیصلې کړي دي چې چېرته یې زیاته مرسته کېږي، هم هغې طرفته یې زیات رجحان وي.

"پاکستان مخکې هم له چین سره د سي پیک په شاوخوا ۶۰ بیلیون پروګرام کې شامل دې نو د پاکستان دې طرفته زیات پام دې. د کشمیر په اړه د پاکستان او هند له یو بل سره ماملات سم نه دي. امریکا او هند نېږدې کېږي بلخوا پاکستان، چین او ایران نېږدې کېږي. سعودي عرب مخکې هم د امریکا ملګری دی. نو د امریکا، سعودي او اسرایلو خپل ایتلاف دی. داسې ښکاري چې نړۍ اوس نوره یو قطبي نه ده پاتې بلکې په دې کې یو بل واضح قطب پیدا کېږي. که دا کثیرالقطبي شوی وی نو دا به ښه وه. پاکستان خود انحصاره نه دی. د پاکستان معیشت ډېر خراب دی. دوی کله له یو او کله له بل نه پیسې غواړي، چې څوک زیاتې ورکوي نو له هغوی سره اېتلافي کېږي."

شنونکي وايي، سعودي عرب وخت په وخت د پاکستان اقتصادي مرسته کړې ده نو پاکستان داسې هم نه شي کولای چې له سعودي عرب سره اړیکې خرابې کړي.

ځکه چې د ۲۰۱۸ز کال د جولای تر انتخاباتو وروسته چې پاکستان تحریک انصاف ګوند واکمن شو نو هغه مهال یې ویلي وو چې هیواد له لویو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخامخ دی.

هغه وخت حکومت د مالي مشکلاتو د هواري لپاره له سعودي عرب، چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه په اسانو شرطونو پورونه واخېستل.

خو د دوی په خبره په دا وروستیو کې د سعودي عرب او پاکستان تر منځ تعلقاتو کې کشیدګي پس چې کله ریاض له اسلام اباده د خپلې قرضې د واپسۍ تقاضا وکړه نو چین د پاکستان مرسته وکړه.

د دواړو هیوادونو دریځ

د اګست پر ۲۱مه د پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د ملاقات وروسته بیجنګ په یو بیان کې وویل چې د پاکستان د هغه خود مختاره لارې د انتخاب ملاتړ کوي چې دغه هیواد د خپلو قامي حالاتو مطابق کړې ده چې مقصد یې په سیمه کې د ښه امنیت فضا جوړول او په نړیوالو او سیمه ایزو چارو کې مثبت رول لوبول دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG