د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ ومړ


د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ

د امریکا د دفاعي چارو پخوانی وزیر ډانلډ رمسفېلډ د جون پر ۳۰مه نېټه (پرون) د ۸۸ کلونو په عمر کې ومړ. نوموړی لومړی له ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۷ز کلونو او بیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د امریکا د دفاع وزیر پاتې شوی وو.

رمسفېلډ د خپل وزارت په دویمه دوره کې پر افغانستان او عراق د امریکا د حملې له اصلي مدیرانو بلل کېږي.

د امریکا پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش د خپلې واکمنۍ پر مهال د رمسفېلډ د ښو خدماتو ستاینه کړې ده. نوموړي په بیان کې ویلي چې رمزلفېډ ((په جنګي حالاتو کې په قوت، مهارت او عزت)) د دفاع وزارت چارې پر مخ وړې وې.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د دفاع دا پخوانی وزیر یو وطنپاله کس بللی چې د ده په خبره "د ۲۱مې پېړۍ د څو لانجمنو پرېکړو په مرکز کې و."

ښاغلي خلیلزاد که څه هم له رمسفېلډ سره د خپلو مخالفتونو یادونه کړې، خو په منځنۍ اسیا او قفقاز کې یې د هغه خدمات ستایلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG