د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سمارټ کارډ ځنډ پاکستان میشتو افغان کډوالو ته ستونزې جوړې کړې


پېښور میشتي افغان کډوال
پېښور میشتي افغان کډوال

ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان حکومت په مرسته په دغه هيواد کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو ته د پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو پرځای سمارټ کارډونه ورکوي خو يوشمېر کډوال بيا د نومليکنې دغه پروسه ستونزمنه يادوي.

په اسلام اباد کې ميشت يو کډوال محمد واحد وايي، يو اېن اېچ سي ار د نومليکنې لپاره په اسلام اباد کې يو سېنټر جوړ کړی او د زيات رش له وجې یې سمارټ کارډ ترلاسه نکړو.

نوموړی وايي، "د کله نه چې د نوي کارډونو ورکولو پروسه شورو شوې، له هغې راهيسې يې مشکلات هم زيات شوي، کار ته د تللو پروخت تر پوليس د نوي کارډ غوښتنه کوي چې زوړ کارډ ورته وښيه نو هغه نه مني او ځوروي يې."

د کډوالو دې شکاياتو په اړه د اسلام اباد د سبزي منډۍ تاڼې اهلکار د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل، یوازې هغه کډوال نیسي چې قانوني اسناد نه لري ، دی زیاتوي له چا سره چې پي او ار کارډونه وي هغوی ته هېڅ نه وايي.

د اسلام اباد د ای ۱۲ کېمپ يو مشر ملک حميد خان د جون په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل، "زه چې د دې کېمپ يو مشر يم يو اېن اېچ سي ار تر اوسه ما ته نوی کارډ نه دی راکړی نو اندازه وکړئ چې د نورو نمبر به کله راځي. د کارډونو ورکولو پروسه ډېره په کرار روانه ده، يو اېن اېچ سي ار له پکار دي چې ژر تر ژره دې خلکو ته کارډونه ورکړي."

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه دا مهال نيږدې ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې په خيبر پښتونخوا کې تر اتو لکو زیات، په بلوچستان کې تر درېوو لکو زیات، په پنجاب کې تر يو نيم لکو زيات، په سيند کې ۶۵،۰۰۰ پورې او پاتې په اسلام اباد او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې میشت دي.

د کډوالو شکاياتو په اړه په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قيصرخان اپرېدی وايي په ملک کې د نومليکنې او کارډ ترلاسه کولو ۴۰ مرکزونه پرانيستل شوي خو د زيات رش او کورونا وايرس له وجې په هغه شمېر کې خلکو ته کارډونه ورنکړې شول د کومې چې دوی تمه لرله.

نوموړی د جون په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل د روان ۲۰۲۱ز کال له اپريل څخه پيل شوی دا پروسه چې شپږ مياشتې به دوام وکړي ټول رجسټرډ کډوالو ته به نوي کارډونه ورکوي.

"د نويو سمارټ کارډونو له لارې دوی بانکي حسابونه پرانيستلای شي او د تعليم او روغتيا اسانتياوو ته لاسرسی لرلای شي. بلخوا په پاکستان کې د راجسټرډ افغان کډوالو معلومات له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې نه وو تازه شوي. اوس به دغه معلومات نوي او تصديق شي. بيا چې هر وخت د پاکستان او افغانستان حکومتونه د دوی په اړه يو پلان جوړوي، نو اساني به ورته پيدا شي."

له يو اين ايچ سي ار سره د راجسټرو کډوالو پرته هم په پاکستان کې شاو خوا ۱۴ لاکه افغان کډوال مېشت دي چې پکې نهه لکه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې (نادرا) او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په ګډه سره راجسټر کړل. بلخوا د پاکستان د سرحدي او قبايلي چارو وزارت (سېفران) وايي تر پینځو لکه پورې نارجسټرډ کډوال هم په هغه هيواد کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG