د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانونو کې د هدفي بریدونو روانې لړۍ کې دوه نور کسان مړه، دوه ژوبل 


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د میرامشا پولیس تاڼې یو چارواکې او ځايي خلک وايي، بېګا شپه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په یوه هدفي برید کې ناڅرګندو وسله والو دوه ځايي کسان وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

د دوی په وینا، وسله والو د تحصیل دته خېل په خدرخیل سیمه کې په یوه حجره کې پر ناستو کسانو ډزې کړې چې پکې دوه کسان حکیم خان او شاکر الرحمان پر هغه ځای وژل شوي او دوه نور شاه بهرام او حاجي نومي کس یې ژوبل کړي.

په تېرو دوو ورځو کې دغه دریم هدفي برید دی. تېره ورځ هم د یاد تحصیل لنډ سید اباد کې هم په هدفي برید کې دوه پولیس کانسټیبلان وژل شوي دي، او د جون پر۲۲مه نېټه ماښام مهال د میرلي په ایپي سیمه کې په یو بل برید کې دری کسان ژوبل شوي ول.

پولیس وايي، د پېښې ځای ته یې پلټونکي استولي او د ناڅرګندو وسله والو پرضد یې پرچۍ کاټ کړې ده، خو ځايي خلک بیا بیا وايي چې تر اوسه د هدفي بریدونو د یوې پېښې پلټنې سر ته نه دي رسېدلې او نه هم هدفي بریدګر نیول شوي دي.

په سیمه کې د هدفي بریدنو په روانه لړ کې سږکال دا ۲۹مه پېښه ده. پروسږکال دغلته ۴۶ هدفي بریدونه رپورټ شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه زیات شوي، ځايي ولس یې پروړاندې بیا بیا لاریونونه او احتجاجونه و کې تیزي راغلی، ځايي ولس په وار د دغه ناامنيو او هدفي بریدونو پرضد احتجاجونه کړي او د امن باوري کولو غوښتنې یې تکرار کړې دي.

خو بلخوا حکومت او پوځ هم په تکرار سره ادعا کوي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې او د پاتې وسله والو پرضد یې ځانګړي عملیات هم دوام لري، او د دغو پېښو د مخنیوي هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG