د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ مړی به نن په مسلم باغ کې خاورو ته سپارل کېږي


په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ قبر تیارېږي. ۲۰۲۱، ۲۳م جون
په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ قبر تیارېږي. ۲۰۲۱، ۲۳م جون

د پښتونخواملي عوامي ګوند د صوبايي صدر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مرګ په ویر کې نن د کوټې په ګډون د بلوچستان په ډېری ښارونو کې هړتال دی.

په کوټه کې زموږ خبریال وايي چې د دغه ښار ټول دکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

د بلوچستان سوداګرو ټولنې (مرکزي انجمن تاجران) مشر عبدالرحیم کاکړ له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې د جون پر ۲۳مه نېټه به نه یوازې تجار خپل کاروبار بند ساتي بلکې په مسلم باغ کې به د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ په جنازه کې هم ګډون کوي او د هغه په مړینه یې په ټوله صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.

عثمان کاکړ چې په خپل ګوند او ولس کې د عثمان لالا په نامه پېژندل کېدلو، جنازه به یې نن (جون ۲۳ مه) د ماځیګر پر پینځو بجو په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته سپارل کېږي.

د نوموړي جسد د جون پر ۲۲مه په ایمبولېنس کې د موټرانو په لوی کاروان کې له کراچۍ څخه و کوټې ته ورسول شو.

د کوټې ښار له لکپاسه تر امداد چوکه په زرګونه کسان د عثمان کاکړ جنازې ته د درناوي لپاره ولاړ ول. د هغه د جنازې قافلې مخې ته بېګا ناوخته نه یوازې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بلکز د ګڼو نورو سیاسي ګوندونو لکه د بلوچستان نیشنل ګوند جمعیت علماء اسلام ف، نیشنل ګوند او عوامي نیشنل ګوند په رزګونه کارکنان او په لویه کچه ښاریان وروتلي ول.

دوی بېګا شپه تر ناوخته د جسد لیدو لپاره انتظارکاوه. پر دې مهال یوه کس چې د جنازې لیدو ته په انتظار وو، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عثمان خان کاکړ نظریه به نوره هم په ولس کې ټینګه شي.

د عثمان خان کاکړ د مړینې په ویر کې نن د بلوچستان وکیلانو ټولنې د درې ورځني کاربندیز پر دوهمه ورځ هم په کچارۍ کې له عدالتو بایکاټ کړی دی.

دلته په کوټه کې د حکومت بلوچستان له لوري د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پښتون ته د پخواني سنیټر عثمان خان کاکړ د جنازې په لمانځه کې د ګډون اجازه ورکول شوې ده، د بلوچستان صوبايي حکومت د جون پر ۲۲مه نېټه په خپل جاري کړې خبرپاڼه کې ویلي چي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین او د قامي اسمبلي غړی محسن داوړ د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ په جنازه او نور مراسمو کې د ګډون اجازه لري.

د یادولو ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر ۱۷ مه نېټه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلي و مخې ته د حزب اختلاف و احتجاجي مظاهرې ته تر وینا وروسته ماځیګر شهباز ټاون ته تللی وو او له خپل کوره د بېهوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی وو چې د ډاکټرانو په وینا د نوموړي د سر کیڼې خوا ته سخته ضربه رسېدلې وه.

که څه هم ډاکټرانو یې د سر اپرېشن وکړ خو د هغه وضع ښه نه وه او وروسته یې د جون پر ۱۹ مه نېټه کراچۍ ته په یوه ځانګړې الوتکه کې ورساوه. د جون پر ۲۱ مه نېټه عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې د ۶۰ کلونو په عمر ومړ.

XS
SM
MD
LG