د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر عثمان کاکړ د برید ثبوتونه لرو: پښتونخوا میپ


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، د دوی مخکښ عثمان خان کاکړ په قدرتي مرګ نه دی مړ شوی بلکې پر هغه برید شوی دی. د دوی په وینا، د ګوند په پلټنو کې په ډاګه شوې چې پر هغه په خپل کور کې برید شوی دی خو د بلوچستان حکومت د هغه مړینه طبعي بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوسټ مارټم رپوټ نتیجه لا نده په ډاګه شوې. عثمان خان کاکړ د جون پر ۲۱مه ساه ورکړه او د جون پر ۲۳مه به یې مړی خاورو ته سپارل کېږي. ګوند یې وايي چې پر عثمان خان کاکړ د کوټې په شهباز ټاون کې په خپل کور کې برید شوی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویاند او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، ''د شپې پر دوې بجې تر عملیاتو وروسته ډاکټر نقیب اڅکزي د ګوند مشر محمود خان اڅکزي او په خپله ماته په رسمي توګه دا اطلاع راکړه چې د عثمان خان دا پېښه ساده د غورځېدلو نه ده بلکې هغه په یو داسې خاص شي وهل شوی دی چې ماغزه یې ټول ګډوډ شوي دي.''

رضا محمد رضا زیاته کړه چې دا خبره ورته د کوټې تر څنګ د کراچۍ او نړیوالو ډاکټرانو هم تایید کړې ده چې پر عثمان خان کاکړ برید شوی دی. د نوموړي په وینا د اغا خان روغتون دی وکوت بیا یې د هغه طبي رپوټ نړیوالو ماهرینو ته واستولی چې د ښاغلي رضا په وینا په هغوی کې د سوات یو ډېر مشهور ډاکټر ریاض هم دی، هغوی دا وویل چې دا ډېر قوي ضرب دی.

رضا محمد رضا زیاته کړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډاکټرانو له رپورټونو پرته هم پلټڼې کړې دي چې د ده په وینا، کره ثبوت لري چې عثمان کاکړ پر سر په ډېره ماهرانه توګه وهل شوی دی.

د عثمان خان کاکړ د ټپي کېدو په پېښه خبر ډاکټر صمد پانېزي د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، د طبي موندنو له پلوه دا امکان لري‌ چې پر هغه برید شوی وي.

''عثمان خان ته چې کوم ضرب رسېدلې دی هغه ډېر شدید دی، شاید ممکن وي خو د انسان عقل دا نه مني چې د دومره کم وزن سړی دې پر قالین را وغورځي او هغه ته دې دومره شدید ضرب ورسېږي نو دا خبره له امکانه وتلې نه ده چې له هغه سره بل څه شوي وي.''

د عثمان خان کاکړ مشر زوی خوشال خان کاکړ هم د جون پر ۲۱مه په کراچۍ کې د وینا پرمهال وویل چې د ده پلار په قدرتي مرګ نه دی مړ بلکې د ده په وینا، د هغه د سر پر داسې ځای برید شوی چې په غورځېدو کې یې لګېدل امکان هم نه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ډاکټرانو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عثمان خان د مړي د پوسټ مارټم رپورټ لا هم مخې ته ندی راغلی.

د یاد ګوند مخکښ او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي قهار ودان د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د کراچۍ په جناح روغتون کې پوسټ مارټم کړی دی او نتیجې به یې شاوخوا ۱۰ ورځې وروسته ترلاسه کوي.

د یاد ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړي‌ نصرالله زېري د جون پر ۲۲مه د کوټې د روغتون طبي رپورټونه له مشال راډیو سره شریک کړل.

ده وویل چې کله له کراچۍ د پوسټ مارټم رپورټ ترلاسه کړي نو به د هغه پر اساس د مقدمې درجولو لارې چارې سنجوي: ''میډیکل رپورټ ته کتل کېدو، چې اوس میډیکل رپورټونه ټول راشې نو به د هغه پر اساس د ډاکټرانو ډله ناسته کوي او بیا به موږ لارې چارې سنجوو.''

بلخوا د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو ویلي دي چې عثمان خان کاکړ په طبعي مرګ مړ دی خو له بده مرغه ځینې خلک ورته غلطه بڼه ورکوي.

ضیاء لانګو داخبره د جون پر ۲۲مه نېټه په کوټه کې د خبري ناستې پر مهال وکړه چې د عثمان خان کاکړ په مرګ ټول هېواد غمجن دی ځکه چې عثمان لالا تل د مظلوم ولس ږغ پورته کړی وو.

دی وايي، پرله پسې د عثمان لالا له کورنۍ سره په تماس کې وو خو له بده مرغه ځینې خلک د هغه پر مړینه بې ځايه پروپیګنډه کوي او د عثمان لالا و مرګ ته د ناسمې بڼې ورکولو هڅه کوي.

پر دې مهال د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ معالج ډاکټر نقیب اڅکزی هم موجود وو، د هغه وینا وه چې د عثمان لالا د سر په چپه خوا کې ټپ جوړ شوی وو چې اپرېشن یې ډېر زیات وخت واخیست او د هغه خپلوانو په خواهش د ډاکټرانو یوه ټیم ټول وخت د عثمان لالا نګراني کوله چې ۲۴ ساعته وروسته یې طبعیت زیات خراب شو نو وروسته ډاکټرانو عثمان لالا کراچۍ د استولو فیصله وکړه.

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې مسلم باغ اوسېدونکی ۶۰ کلن عثمان خان کاکړ د خپلې سیاسي مبارزې او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۵م کاله تر ۲۰۲۰م کاله د سنېټرۍ پرمهال په ډېرو څرګندو او سختو ویناوو مشهور وو.

نوموړي د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر لسمه نېټه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي ول چې ده ته دهړکې ورکول کېږي: ''دوی پر موږ د دې لپاره فشار اچوي چې تاسو له جمهوریته پرشا شی، له قامي حقونو پرشا شی، پر غیر جمهوري قوتونو سترګې پټې کړی، د ایین او پارلمنټ له سرلوړی پرشا شی، دا زه نشم کولای بېخي یې نشم کولای، پر دې که ماته، زما بچیو او کورنۍ ته تاوان رسېږي پروا نشته خو دا خبره دې په ډاګه وي چې زما مرګ پټ پاتې نه شي او د دې زمه واري به د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي.''

د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزېشن غړو د جون پر ۲۱مه د عثمان خان کاکړ د ناڅاپي مړینې په اړه اندېښنه ښودلې او د هغه په اړه یې د پارلماني پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د جون پر ۲۲مه په کوټه کې د یو خبري غونډې پرمهال وویل چې د عثمان خان کاکړ مرګ طبعي وو او بل رنګ ورکول د ده په وینا سم کار نه دی.

XS
SM
MD
LG