د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشا: دوه کسان په دوو هدفي بریدونو کې وژل شوي


د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پولیس چارواکي وايي، په دته خېلو او میرلي کې په هدفي بریدونو کې دوه ځايي کسان وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور نن مشال راډیو ته وویل چې نن ( د جون پر ۲۳مه) په دته خېلو کې وژل شوي کسان وروڼه دي او د پولیسو غړي دي.

دغسې تیره شپه د میرلي په ایپي سیمه کې بیا پر ګاړي په هدفي برید کې درې تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه هم د کورمې په پاړه چنار کې نامعلومو وسله والو يو قبايلی مشر په ډزو وژلی وو.

د پوليسو ځايي مشر نجف علي وايي چې جون پر ۲۲ سهار وختي د بشرو قبیلې مشر ملک شريف زمان له غلام جان پل سره نږدې د مستريانو په مارکېټ ووژل شو.

هغه زياته کړه، تر وژل کېدو له مخه ملک شريف په يوه دوکان کې ناست وو او چې کله له هغه ځایه ووتلی او په موټر کې کېناستو چې دا مهال ورباندې د شا له خوا نامعلومه وسله والو ډزې وکړې.

د ده په وينا، بريدکوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي چې پوليس يې د نيولو هڅې پیل کړي.

دا په تېرو دوو مياشتو کې د بشرو قام دوم مشر دی چې ورباندې حمله کېږي. تېره مياشت د بشرو قام يو بل مشر ملک اکبر خان نامعلومو وسله والو په حمله کې زخمي کړی وو.

د دواړو پېښو ذمه واري هېچا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG