د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: درې کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي


د شمالي وزیرستان پولیس، هلته په دوو جلا جلا پېښو کې د درو ځايي کسانو د وژلو خبر ورکوي.

د میرلي تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ وړاندې هلته د هرمز دوه اوسېدونکي، د نامعلومو موټر سایکل سپرو لخوا په ډزو وژل شوي.

پولیس وايي، دا دوه کسان فهیم الله او زاهد علي نومېدل او برید کوونکي له بریده وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، دوهمه پېښه د میرامشاه په پاکستان مارکیټ کې شوې ده، چېرته چې بریدکوونکو یو تن په دوکان کې په ډزو وژلی او تښتېدلي دي.

پولیس د دغه تن نوم عالم خان ښيي او وايي چې هغه د همزوني سیمې اوسېدونکی دی.

له دغو تازه شمېرو سره په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۱ز کال کې په هدفي بریدونو کې د وژل شويو کسانو شمېره ۲۸ ته ورسېده.

تر دې وړاندې د مې پر ۲۸مه د میرلي په ایپي او بړوخېلو کې په نورو ورته پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه روان ول او ۴۶ کسان یې په ترڅ کې وژل شوي ول.

د شمالي وزیرستان خلک د هدفي بریدونو پر زیاتوالي اندېښمن دي. د ځوانانو د تنظیم مشر نور اسلام داوړ د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، خلک د خپل د سر او مال ساتنې ته اندېښمن دي او پولیسو تر دې مهاله یو برید کوونکی هم نه دی ګرفتار کړی.

نوموړی وايي، خلک په دې ګیله من دي چې په سیمه کې د حکومت واکمني شته، پولیس موجود دي، امنیتي ځواکونه موظف دي، انتظامیه شته خو د هدفي بریدونو مخه نه نیول کېږي.

داوړ وايي، پولیس بریدګر نه نیسي یا نه یې شي نیولی خو که د سیمې خلک د امن لپاره غږ پورته کړي نو پولیس یې ګرفتاروي او پر ضد یې مقدمې جوړوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات کړي ول او دا سیمه یې له وسله والو پاکه ګرځولې وه.

د هغو عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي ول چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ته کډه شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت په وار وار ویلي چې په هغو عملیاتو کې یې د وسله والو ملا ماته کړې او اوسمهال هم وخت په وخت د وسله والو پر ضد د لټون عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG