د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ځواکونو ملاتړ هم د ناټو سرمشریزې موضوع ده


امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۴مه په برسلز کې د ناټو له مشر ینز ستولتنبرګ سره ولیدل
امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۴مه په برسلز کې د ناټو له مشر ینز ستولتنبرګ سره ولیدل

د بېلجییم په پلازمېنه برسلز (بروکسل) کې د ناټو مشران له افغانستانه د پوځیانو ایستلو، له چین او روسیې سره د تعلقاتو او دفاعي لګښتونو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي (جنرل سېکرېټري) ینز ستولتنبرګ د جون پر ۱۴مه سرمشریزې ته په خپلو څرګندونو کې وویل سازمان به یې له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، له افغانستان سره به یې دا ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو په سمبالولو او د هغوی د روزنې په برخه کې وي.

د ناټو غونډه پر داسې مهال کېږي چې د دې سازمان په ګډون امریکا سږ کال له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي او د دې لپاره یې وروستۍ نېټه د سېپټمبر میاشت ۱۱مه ټاکلې ده.

ستولتنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د ۳۱مې سرمشریزې په بحث کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پوځي حضور پای ته رسېدل د ملاتړ او مرستو د پای معنا نه لري. "موږ خپل پوځي ماموریت پای ته رسوو [خو] موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده او همداراز، له دوامداره ملکي حضور سره د ظرفیت جوړونې او سلا مشورو په برخه کې. موږ پر دې مسله غور کوو چې څنګه له هېواده بهر افغان پوځیانو، په تېره بیا ځانګړو ځواکونو، ته روزنه ورکړو. همداراز، پر دې له ټولو ملګرو سره بحث کوو چې مهم تاسیسات، په تېره بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر څنګه ساتلی شو."

ستولتنبرګ یو ځل بیا له افغانستانه د سرتېرو ایستلو له وجې پیدا کېدونکو خطرونو ته اشاره وکړه خو د ده په وینا، ناټو هغه هېواد ته په دې نیت نه وه تللې چې د تل لپاره پاتې شي.

د ناټو سرمنشي وویل افغان ځواکونه اوسمهال مجهز او خورا پرمختللي دي او د امنیتي مسوولیتونو د پر مخ بیولو جوګه دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د ناټو نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړ.

بایډن د اروپا د سفر پر مهال د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ د څلورو کلونو تر بې نظمیو وروسته خپلو ملګرو اروپايي هېوادونو ته د تعلقاتو د بیارغونې اطمینان ورکوي.

بایډن د ناټو سازمان د ټولو ۳۰ غړو په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په داسې حال کې ګوري چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ تعلقات ترینګلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG