د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهرنیو پوځیانو وتلو فرصتونه او ګواښونه دواړه زېږولي: مشتاق رحیم


د بهرنیو پوځیانو وتلو فرصتونه او ګواښونه دواړه زېږولي: مشتاق رحیم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو بهیر په مې میاشت کې پیل شو. په امریکا کې ځینو پوځي او ملکي چارواکو اندېښنه ښوولې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي هلته امنیتي وضعیت خراب شي. خو افغان ولسمشر اشرف غني وايي، ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع پوره وړتیا لري. په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد د سیاسي چارو له پوه مشتاق رحیم سره مرکه کړې او ورڅخه یې پوښتلي چې د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته وضعیت په اړه څه فکر کوي؟ د نوموړي ځواب او بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG