د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسې ښکاري چې د اټومي وسلو د کمېدو بهیر درېدلی دی: څېړنه


تر اوبو لاندې روسی اټومي توغندی د ازموینې وروستي پړاو پر مهال - د ۲۰۱۸ز کال انځور
تر اوبو لاندې روسی اټومي توغندی د ازموینې وروستي پړاو پر مهال - د ۲۰۱۸ز کال انځور

يوه نړیواله څېړنيزه اداره وايي، داسې نښې نښانې دي چې د سړې جګړې له پای راهیسې د اټومي وسلو د کمېدو بهیر درېدلی دی.

سویډن مېشته ادارې سټاکهولم انټرنېشنل پيس ریسرچ انسټيټیوټ یا سېپري د جون پر ۱۴مه په خپل کلني رپورټ کې خبرداری ورکړی دی چې ظاهراً روسیه او امریکا په خپلو دفاعي تګلارو کې دې وسلو ته زیات ارزښت ورکوي.

سېپري وايي، د ۲۰۲۱ز کال تر پیله، نړۍ نهه اټومي وسلو لرونکو هېوادونو امريکا، روسیې، برتانيا، فرانسې، چين، هند، پاکستان، اسراييلو او شمالي کوريا په مجموعي توګه ۱۳،۰۸۰ اټومي وسلې لرلې.

رپورټ وايي، دا شمېر د تېر کال پرتله لږ کم دی. د څېړنیزې ادارې په وینا، د ۲۰۲۰ز کال په پیل کې دغو نهو واړو هېوادونو ۱۳،۴۰۰ اټومي وسلې لرلې.

XS
SM
MD
LG