د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي که خلک همکاري و نه کړي د کورونا وایرس درېیمه څپه لا پسې خطرناکه کېدلای شی.
د دې وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح د جون په ۱۳مه د کورونا وایرس د تازه پېښو او په وړاندې یې د اقداماتو په اړه په کابل کې رسنیو ته معلومات ورکړل. هغه د کورونا وایرس په قابو کولو کې د خلکو همکاري ډېر اړینه وبلله. "له بیړني حالته لا نه یو وتلي. متاسفانه وضعیت به لا تر دې هم کړکېچن شي. له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې وقایوي لارښوونو په اړه پام وکړي. له لاس مینځلو، ماسک کارولو او د ټولنیزې فاصلې په رعایت سره ټولنه وساتي."
مجروح وویل، د همدې یوې وروستۍ اوونۍ شمېرې ښيي چې د کورونا وایرس په مثبتو پېښو او مړینو کې زیاتوالی راغلی او ورسره د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتولو او د اکسیجن د تولید اړتیاوې هم زیاتې شوي. افغانستان کې اوسمهال نېږدې ۸۹،۰۰۰ کسان په کورونا وایرس اخته دي او له دې ډلې نېږدې ۳،۵۰۰ کسان مړه شوي.
مجروج زیاته کړې چې د چین له خوا مرسته شوي ۷۰۰،۰۰۰ خوراکه واکسین د کابل ترڅنګ، ۱۳ ولایتونو ته استول شوي او تر سبا (د جون ۱۴مه) به ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي. د هغه په وينا، دا واکسین به ۳۵۰،۰۰۰ کسانو ته ولګوي خو هغه کسان چې د هند جوړ شوی واکسین یې اخیستی، په دې ډله کې نه دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت له شمېرو سره سم، اوسمهال په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۵۰،۰۰۰ کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګېدلي او د دې وړتیا شته چې په ورځني ډول نېږدې ۳۰،۰۰۰ کسانو ته نوی واکسین تطبیق شي.
روغتیايي کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه، ښوونکي، کډوال، د هغو ادارو کارکوونکي چې له خلکو سره زیات په رابطه کې دي او له ۵۵ کلونو زیات عمر لرونکي، په هغو کیټګریو کې شامل دي چې واکسین به ورته تطبیق شي.
د فېسبوک تبصرې