د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین افغانستان ته د کورونا وېکسین اووه لکه ډوزه لېږي


 افغانستان دا وروستۍ څو ورځې د کووېډـ ۱۹ د بې سارې پېښو د ثبت شاهد دی.
افغانستان دا وروستۍ څو ورځې د کووېډـ ۱۹ د بې سارې پېښو د ثبت شاهد دی.

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، د جون پر ۱۰مه نېټه د چین له خوا د کورونا وېکسین اووه لکه ډوزه کابل ته رسېږي.

جاوید احمد قایم د جون پر اوومه په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی.

هغه ویلي چې د چین د بیولوژيکي محصولاتو تولید انسټيټوټ د کورونا دا اووه لکه ډوزه وېکسینونه او په همدې شمېر سرنجونه له افغانستان سره مرسته کړي دي.

چین داسې وخت له افغانستان سره د کووېډ ـ ۱۹ د واکسینونو مرسته کړې چې په هېواد کې په دا وروستۍ څو ورځې کې د کووېډـ ۱۹ مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، یوازې یکشنبه نېږدې ۱۶ سوه کسان په کورونا اخته شوي چې ۵۶ تنه ترې مړه شوي دي.

د کورونا د ټولو ناروغانو شمېر تر دې دمه له ۸۲ زرو پورته تللی او د ټولو مړیو شمېر ۳۲۵۱ ته رسیدلی.

XS
SM
MD
LG