د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې د کورونا وایرس مخنیوي کې کومک وکړي: پکتیا چارواکي


چارواکي وايي، په وروستیو دوه میاشتو کې د کورونا وبا واقعات ډېر شوي او هم يې له کبله مړینه زیاته شوې ده.
چارواکي وايي، په وروستیو دوه میاشتو کې د کورونا وبا واقعات ډېر شوي او هم يې له کبله مړینه زیاته شوې ده.

د پکتیا ولایت چارواکي له خلکو غواړي چې د کورونا وبا د درېیمي څپې د مخنیوي لپاره د روغتیايي کارکوونکو لارښوونې په پام کې ونیسي.

هغوی وايي، په یاد ولایت کې د کورونا وبا پېښو ته د رسېدنې په موخه د ټولو روغتیايي مرکزونو د امکاناتو او نیمګړتیاوو اساسي ارزونه پیل شوې چې په دوو اوونیو کې به بشپړه شي.

د پکتیا روغتیايي مسوولان په دې ولایت کې د کورونا وبا مثبتې پيښې زیاتې ښيي او وايي چې په سلو شکمنو کسانو کې د ۳۸ تنو واقعات مثبت لیدل شوي.

د پکتیا چارواکي وايي چې د کورونا وبا درېیمي څپې د نړۍ او افغانستان په کچه روغتیايي سکټور د ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دوی له خلکو غواړي، د دې لپاره چې عادي مرضونه ورته زیان ونه رسوي، اړینه ده چې د کورونا وبا څخه د ځان ساتنې په اړه د روغتیايي کارکوونکو لارښوونې عملي کړي.

د جون پر ۱۱مه، د پکتیا والي محمدحلیم فدايي مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، ټولو خلکو ته پکار دي چې د کورونا وبا له درېیمي څپې څخه د ځان ساتنې په خاطر د خپلو مسوولیتونو اداینې ته پام وکړي:

"په اوس وخت کې کورونا په ټول افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې روغتیايي سکټور د ګواښ سره مخ کړی دی، د دې لپاره چې وګړي ښه صحت ولري او هغه عادي مرضونه دوی ته زیان ونه رسوي ډېره اړینه ده چې د کورونا په اړه باندې چې د ډاکټرانو کومې سپارښتنې دي، هغوی ته توجه وکړي ځکه اوس وخت کې زموږ د روغتیايي سکټور ډېره توجه د کورونا په دریمه څپه او خدای دې وکړي چې څلورمه څپه رانشي، په دې باندې ده."

محمد حلیم فدايي وايي، په دې ولایت کې د ټولو روغتیايي خدمتونو هر اړخیزه ارزونه پیل شوې ده چې د دوو اوونیو په موده کې به بشپړه شي.

د فدايي په وینا د دې ارزونې په نتیجه کې به ټولې تشې تشخیص شي، په سیمه ییزه کچه به ورته حل لارې پیدا شي او هغه چې مرکزي ادارو پورې اړه پیدا کوي، هغوی سره به په جدیت تعقیب شي.

د پکتیا روغتیايي مسوولین هم وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې د کورونا وبا واقعات ډېر شوي او هم يې له کبله مړینه زیاته شوې ده.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر ولایت خان احمدزي وویل، د کورونا وبا په درېیمه څپه کې افغانستان په ځانګړې ډول پکتیا کې د ناروغانو پېښې زیاتې شوې دي.

د پکتیا چارواکي داسې مهال د کورونا وبا په اړه انديښنه څرګندوي چې تېره ورځ د روغتیايي خدمتونو د پراخوالي په خاطر د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ د سورکي ملنګ په کلي کې د جامع روغتیایي کلینیک د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد روغتیايي مرکز ودانیزې چارې د یو کال په موده کې د افغانستان د حکومت د غیر مشروطې یا د تشویقې بودیجې نه جوړیږي. دا ۸ بستیز روغتون ۱۵ خونې لري او ټول ورباندې نږدې ۱۶میلیونه افغانۍ لګښت کیږي.

د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکي د حکومت له دې اقدامه خوښ دي او وايي، چې دا یوه ګڼمیشته سیمه ده او په روغتیايي برخه کې يې اړتیاوې ډېرې دي.

د سیمې یو فعال سمیع الله احمدزی وايي، په احمدابا کې د دا ډول کلینک جوړولو ته ډېره اړتیا وه، خو که روغتیايي کارکوونکي هم په کې ډېر شي نو خلکو ته به ښه خدمتونه وړاندې کړای شي.

د پکتیا چارواکي وايي، د زرمت ولسوالۍ د ساک سیمې د جامع روغتیايي مرکز د جوړولو قرارداد هم لاسلیک شوی، چې د یوې اونۍ په موده کې به یې د بنسټ ډبره کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG