د لاسرسي ځای

تازه خبر

نامتو لرغونپوه پوهاند رسول باوري له کورونا ناروغۍ ومړ


پوهاند باوري لرغونپوه، ښوونکی او د يو شمېر کتابونو ليکوال و
پوهاند باوري لرغونپوه، ښوونکی او د يو شمېر کتابونو ليکوال و

د افغانستان نامتو لرغونپوه، د پوهنتون ښوونکی او د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکینی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلنۍ په عمر ومړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوموړي مړینه تاییدوي او وايي چې باوري په کورونا ناروغۍ اخته و او د جون پر ۱۲مه يې ساه ورکړه.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل: " استاد باوري په تېرو څلورو کلونو کې چې د فرهنګي معین په توګه دنده ترسره کړه، د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې بې شمېره خدمتونه وکړل."

مومند زياته کړه چې د مرحوم باوري مړی به سبا (د جون پر ۱۳مه) سهار په کندهار پوهنتون کې د مشاهيرو په هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

پوهاند باوري د افغانستان له مطرحو فرهنګي څهرو څخه و، مخکې یې د پوهنې وزارت په نصابي برخه کې کار کړی او ګڼ تدریسي کتابونه یې تالیف کړي دي. نوموړی د لرغونپوهنې په برخه کې هم ګڼ اثار لري.

افغان فرهنګیان د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره علمي او فرهنګي ضایعه بولي.

د کلید ګروپ غړی، خبريال او لیکوال صدیق الله بدر وايي:"پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان یو لوی لرغون پېژندونکی، څېړونکی او لیکوال و. د هغه مرګ نه جبرانېدونکې ضایعه ده. استاد هم په پښتو او هم په دري ژبه د لرغون پېژندنې په اړه اثار درلودل او په مرکه کې یې راته ویلي وو چې استاد په انګریزي او هالنډي ژبو هم د لرغون پېژندنې په اړه ځیني اثار لیکلي او په دې وروستیو کې یې غوښتل چې دا کتابونه د چاپ لپاره چمتو کړي."

پوهاند محمد رسول باوري د پښتنو د تاريخ او لرغون پېژندنې په اړه له مشال راډيو سره هم څو ځلې خپلې علمي څېړنې او تجربې شريکې کړې وې.

XS
SM
MD
LG