د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا: د برید ښکار مسلمانې کورنۍ غړو جنازه کې سلګونه خلکو ګډون وکړ


د وژل شوې کورنۍ لپاره خلکو د يادګار په ځای کې ګلونه ايښي دي
د وژل شوې کورنۍ لپاره خلکو د يادګار په ځای کې ګلونه ايښي دي

د جون پر ۱۲مه د کاناډا په لندن ښار کې د پاکستاني اصله کانډايۍ کورنۍ په جنازه کې سلګونه خلکو ګډون وکړ.

سلمان افضال، مېرمن مدیحه سلمان، د هغه مور، او ۱۵ کلنه لور یې د جون پر شپږمه وژل شوي ول. دوی د سړک بلې خوا ته د تللو لپاره پر انتظار ولاړ ول چې یو ۲۰ کلن هلک نتینییل وېلټمېن ورباندې ګاډی وخېژاوه.

په پېښه کې د افضال نهه کلن زوی زخمي شوی وو.

پولیس دا له مسلمانانو څخه د نفرت یا کرکې برید بولي.

د وژل شویو کسانو له تابوتونو د کاناډا بېرغونه تاو شوي ول او په اونټاریو کې خاورو ته وسپارل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG