د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکي وايي ۳۲ طالب وسله وال یې وژلي


افغان ځواکونه په اچين کې د ګزمې په مهال - د ارشیف انځور.
افغان ځواکونه په اچين کې د ګزمې په مهال - د ارشیف انځور.

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې چارواکي دعوه کوي چې د اچین او سپین غر ولسوالیو په پېښې او مامند درې کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د ځوابیه بریدونو په نتیجه کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتی مسوول عطاالله خوږیاڼي د جون پر ۱۳ مه نېټه مشال راډیو ته وویل: "تېره شپه وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر بېلا بېلو پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له لوري ورته په مرګ ژوبلې اړولو په شا وتمبول شول."

خوږیاڼی زیاتوي چې په دې بریدونو او نښتو کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوی او پینځه ټپیان دي، او د ژوبلو روغتیایي وضعیت هم د ډاډ وړ دی.

وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG