د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېل: حکومتي جرګې له پرلتوالو سره خبرې پيل کړې


 پرلتوال وايي ، هغوی امن غواړي او که چیرې غوښتنې یې نه منل کېږي نو بیا به د اسلام اباد په لورې احتجاجي لاریون کوي.
پرلتوال وايي ، هغوی امن غواړي او که چیرې غوښتنې یې نه منل کېږي نو بیا به د اسلام اباد په لورې احتجاجي لاریون کوي.

د بنو په جانيخېلو کې په احتجاج ناست پرلتوال وايي، حکومتي جرګه د هغوی خواته وخت په وخت ورځي او ورسره د پرلت د ختمولو لپاره خبرې کوي خو تر اوسه کومې نتیجې ته سره نه دي رسېدلي.

د جون ۱۲مه د جانیخېلو د خلکو د پرلت ۱۳مه ورځ ده. په ګڼ شمېر کې خلک په داسې حال کې په احتجاج بوخت دي چې ډېره زیاته ګرمي ده خو د دې باوجود هم هغوی نه د خپل وژل شوي مشر ملک نصیب خان جسد خاورو ته سپاري او نه هم احتجاج ختموي.

پرلتوال غوښتنه کوي چی د حکومت له خوا د امن باوري کولو په لړ کې، د مارچ په میاشت کې د شوي لیکلي تړون ژمنې دې عملي کړل شي.

دغه پرلت د مې پر ۳۰مه نېټه په جانیخېلو کې د یو ځايي مشر ملک نصیب خان له وژل کېدو یوه ورځ وروسته پیل شوی چې تر اوسه دوام لري.

د ملک نصیب خان زوی رفیع الله د جون پر ۱۲مه، مشال راډیو ته وویل چې هغوی له هېچا سره دښمني نه لري او کورنۍ یې له کلونو راهېسې په سیمه کې د امن لپاره کار کړی دی. هغه وړاندې وویل:

"پلار مې له ۲۰۰۹ز کال راهېسې د امن لپاره کار کولو. پر هغه باندې وسله والو پخوا هم بریدونه کړي وو خو د مې په ۳۰مه یې په حمله کې ووژلو. موږ د پلار جسد قام ته سپارلی، دا پرېکړه به هغوی کوي چې کله یې ښخوي."

نوموړی وايي، دی هم د سیمې د نورو خلکو په شان امن ته لیواله دی او حکومت ته پکار ده چې امن باوري کړي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې په مارچ میاشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي احتجاجي کېمپ کې ايښودل شوي ول خو وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه چې د هغو هلکانو په وژنه ککړ کسان به ګرفتاروي، پلټنې به یې کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي. په هغو مذاکراتو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی او نور اعلی چارواکي هم شامل وو.

د جانيخېلو د اوسني پرلت په اړه حکومتي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د هغوی نماینده جرګه د پرلتوالو سره په خبرو بوخته ده او هغوی هيله لري چې کومې نتیجې ته به سره ورسېږي.

پرلتوال وايي ، هغوی امن غواړي او که چیرې غوښتنې یې نه منل کېږي نو بیا به د اسلام اباد په لورې احتجاجي لاریون کوي.

د پرلت یو منتظم لطیف وزیري د جون پر ۱۲مه، مشال ریډیو ته وویل چې په همدې ورځ یو وارې بیا د حکومت لخوا یوه جرګه د هغوی خوا ته ورغلې او ورسره یې خبرې کړې دي خو هغوی ورته ویلي، په مارچ میاشتې کې شوی تړون دې عملي کړي، دوی به پرلت ختم کړي کنه نو همداسې به ناست وي.

XS
SM
MD
LG