د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتل رسماً پیل شول


اوسمهال په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲،۵۰۰ سرتېري پراته دي - د ارشیف انځور
اوسمهال په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲،۵۰۰ سرتېري پراته دي - د ارشیف انځور

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې بهرنیو ځواکونو د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان پربنسټ د مې میاشتې په لومړۍ ورځ له افغانستانه د وتلو کار پيل کړ.

د دغه وزارت سرپرست یاسین ضیا د اپرېل پر ۳۰مه د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې ممکن بهرنیان سبا په هلمند کې د شورابک اډه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاري.

ضیا په دې اړه وویل، "د بهرني ځواکونو د وتلو کار عملاً پیل شوی، ممکن د اوونۍ تر پایه سیمې راته تسلیم کړي، البته ناټو او امریکايي ځواکونه، موږ د ساحاتو د تسلیمۍ په حال کې یو، یو په بل پسې ساحات تخلیه کوي، اصلي اډې یعنې بګرام کې راټول شوي او له هغه وروسته خپلو هېوادونو ته ستنېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یاده ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو له تېر یوه کال راهیسې د بهرنیو ځواکونو د ځینو اډو ساتنه کوله وویل، د دې موضوع په اړه اطلاع نه لري.

خو زیاته یې کړه، که دا خبره رښتیا وي، نو طالبان قدرت غوښتونکي دي، ممکن دغه کار یې کړی وي.

له دې وړاندې رویټرز اژانس د دې امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې پټې هوکړې پر بنسټ، دغې ډلې په تېر یوه کال کې د امریکايي ځواکونو له اډې ستانه کړي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ د مطالعاتو رئیس تمیم عاصي وايي، ښکاري داسې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بهیر سره په افغانستان کې ښایي جګړې تېزې شي.

اغلي عاصي زیاته کړه، "موږ داسې لاسوندونه وینو چې طالبان او افغان دولت د جګړې فصل لپاره زور ازمویلو ته چمتوالی نیسي چې له بده مرغه د وینو توېدو لامل به شي، سوله به شاته ولوېږي او جګړه به د سیاست او ستراتیژي د عنوان په اصل دواړو لورو ته باقي پاتې شي."

په ورته وخت کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره القاعده شبکې ګواښ کړی چې د امریکایانو پر وړاندې به جګړې ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، تېره ورځ امریکا، روسې، چین او پاکستان (ترویکا) ناسته چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم په کې ګډون کړی وو، جوړه شوه.

له ناستې وروسته د دغو څلورو هېوادونو ځانګړیو استازو په یوه خوله له افغان حکومت او طالبانو د سولې غوښتنه وکړه.

په ګډه اعلامیه کې راغلي، پر طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په وضع شوېو بندیزونو باندې به غور کوي.

په اعلامیه کې همدا شان د ترکیې د ناستې بهیر په چټکتیا ټینګار شوی او د سولې مذاکراتو له دواړو اړخونو غوښتل شوي، سیاسي جوړ جاړي او پراخ او تل پاتې اوربند لورته دې ګامونه واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG