د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان سولې سره به د سيمې روابط نور هم پياوړي شي: قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، په افغانستان کې د امن له راتلو سره به د سيميزتړون لاهم پیاوړی شي او پرمختګ ترلاسه کول به ممکن شي.

نوموړی دا خبره د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خپل جرمني سيال هايکوماس سره د ملاقات پر مهال کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې دواړو مشرانو د کورونا جهاني وبا، دوه اړخيزه اړيکو، د سيمې پر حالاتو او د افغانستان سولې بهير په اړه خبرې اترې وکړي.

شاه محمود قرېشي وويل چې د جرمني بهرنيو چارو وزير افغانستان ته تلو له مخه دا ضروري وګڼله چې د پاکستان له دریځه ځان خبر کړي.

د ده په خبره پاکستان پرامنه او باثباته افغانستان غواړي او د افغانانو په ملکيت د امن مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې لړ کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG