د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوله: زلمي خليلزاد د سيمو هېوادونو سفر پیل کړی


زلمی خليلزاد به د افغان سولې په لړ کې د بېلا بېلو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي- د ارشیف انځور.
زلمی خليلزاد به د افغان سولې په لړ کې د بېلا بېلو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي- د ارشیف انځور.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جون له څلورمې څخه د کابل او دوحې په ګډون د سیمې د هېوادونو په سفر دی.

د جون پر پينځمه د امریکا بهرنیو چارو وزرات په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې خلیلزاد به له بېلابېلو چارواکو سره د سولې په اړه خبرې ولري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د درېدلو خبرو د پېليدو په هيله بيا دوحې ته تللی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي، زلمی خلیلزاد به په دوحه کې دواړه لوري وهڅوي چې يو داسې سياسي جوړجاړي ته ورسېږي چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG