د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غور یوه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې: والي


د غور والي وايي، د جون پر شپږمه یې له
د غور والي وايي، د جون پر شپږمه یې له

د افغانستان د غور والي تایید کړې چې د هغه ولایت شهرک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې.

عبدالظاهر فیض زاده د جون پر شپږمه شپې ناوخته مشال رېډیو وویل چې د اتوار (یکشنبې) پر ورځ یې شاوخوا شپږ بجې له ولسوالۍ سره اړیکې پرې شوې او امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

تر دې یوه شپه وړاندې د شهرک ولسوالۍ د عامه نظم پر مرکز په موټر بم برید کې ۱۰ افغان پوځیان ووژل او شپږ ورک شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جون پر شپږمه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي او د افغان حکومت د ملاتړ د ډاډ تر څنګ یې د جګړې پر ښکېلو خواوو د "تاوتریخوالي د کمولو" او د سولې "جدي" خبرو پیلولو ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون پر پینځمه وویل چې خلیلزاد د جون له څلورمې د افغانستان، قطر او د سیمې د هېوادونو په سفر دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جون پر شپږمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې په کابل کې یې د خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره لیدلي او د سولې بهیر پر روان وضعیت او له پاکستان سره پر اړیکو ورسره غږېدلی دی.

په اپرېل کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی او طالبانو پر یو شمېر ولایتونو او سیمو بریدونه کړي دي.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG