د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۸ کسان مړه شوي


په حیدر اباد کې روغتیاپالان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړ شوي یو کس جسد انتقالوي - د ۲۰۲۰ز کال د نومبر نهمې انځور.
په حیدر اباد کې روغتیاپالان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړ شوي یو کس جسد انتقالوي - د ۲۰۲۰ز کال د نومبر نهمې انځور.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ کسان وژلي دي.

د کورونا وایرس جهاني وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د جون پر اوومه ویلي چې له تازه شمېرو سره سم، د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې د ټولو مړو شمېر ۲۱،۳۲۳ ته لوړ شوی دی.

همداراز، د وبا له پیل راهیسې په پاکستان کې تر ۹۳۳،۰۰۰ زیات کسان کورونا وایرس وهلي خو له ناروغۍ څخه شاوخوا ۸۶۵،۰۰۰ کسان رغېدلي هم دي.

په عین وخت کې د کورونا وایرس د وبا څار او کنټرول اداره (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) وايي، د جون اوومې تر سهاره په هېواد کې تر ۲۳ لکه زیات کسان مکمل او تر څلور میلیونه زیات په جزوي ډول واکسین شوي دي.

پاکستان هڅه کوي چې په پړاوونو کې د هېواد وګړي واکسین کړي.

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG