د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وايرس ۸۴ نور کسان وژلي


په کراچۍ کې روغتیاپال یو سړي ته د سینوفارم واکسین ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز د مارچ ۱۰مې انځور
په کراچۍ کې روغتیاپال یو سړي ته د سینوفارم واکسین ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز د مارچ ۱۰مې انځور

پاکستان کې د جون پر څلورمه، د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې ۸۴ نور کسان مړه شوي چې له دې سره، له کورونا وايرسه د مړو شويو شمېر ۲۱،۱۸۹ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي ويبپاڼې ترمخه، د جون تر پينځمې نېټې پورې، د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر تر نهه لاکه او ۳۰ زره زيات شوی خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ، اته لاکه ۶۰ زره کسان بېرته رغيدلې هم دي.

دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس فعالو کېسونو شمېر نږدې ۴۹ زره دی. دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم روان دی. د کورونا وايرس د څار قامي ادارې د شمېرو ترمخه تر ۸۵ لکو زيات کسان واکسين شوي دي.

بلخوا د سيند حکومت د کورونا وايرس په مثبتو کېسونو کې د اضافې مخنيوي لپاره محدوديتونه تر يوې اوونۍ پورې غځولي دي. د سيند وزير اعلا مراد علي شاه د جون پر څلورمه، په کراچۍ کې یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې په ټوله صوبه کې یې د کورونا وايرس واکسين لازمي ګرځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG