د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېل: د وژنې او نیونو خلاف پرلت پيل شوی


د جانيخېلو اوسېدونکې د احتجاج پر مهال
د جانيخېلو اوسېدونکې د احتجاج پر مهال

خیبرپښتونخوا د بنو په جانيخېلو کی د يوه ځايي کس د وژنې او نيونو پرضد احتجاجي پرلت پیل شوی دی.

پرلت له هغه وروسته پیل شو چې کله د پرلتوالو په ادعا د مې ۲۴مې په شپه د وژل شوي کس پوسټ مارټم په وخت د بنو پولیسو تر ۴۰ زیات کسان ونیول.

تر اوسه پورې پوليسو په دې اړه خپل رسمي دريځ نه دی ورکړی. البته یو امنیتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د مې پر ۲۵مه مشال رېډیو ته وویل چې وژل شوی کس د ایف سي ځواک سرتیری دی چې په بلوچستان کې له خپلې ډیوټۍ څخه کلي ته په رخصتیو ورغلی وو.

ځايي خلک ادعا کوي چې د مې پر ۲۴مه وسله والو یو کس په ډزو وواژه او بیا د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالي شول.

د جانیخېلو هندي خېل یو مشر بلقیاز خان د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې چارواکيو ورته ويلي چې د وژل شوي کس مړی به په هغه صورت کې ورسپاري چې دوی به مړی ښخوي او احتجاج به ختموي خو د ده په خبره دوی دغه غوښتنې منلو ته تيار نه دي.

نوموړي زياته کړه چې په هغه صورت کې له حکومت سره خبرو کولو ته تيار دي چې کله د مړي ورسپارلو، قاتلانو معلوملو او هغوي عدالت ته وړاندې کولو ژمنه ورسره وشي.

XS
SM
MD
LG