د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستان سره نوې مرستې اعلان کړې


امریکا وايي، د دوی د نوې مرستې یوه اندازه به په روغتیایي برخو او کورونا وايرس پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو ولګول شي.
امریکا وايي، د دوی د نوې مرستې یوه اندازه به په روغتیایي برخو او کورونا وايرس پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو ولګول شي.

په داسې حال کې چې د روان کال تر سېپټمبره له افغانستانه ټول نړیوال ځواکونه وځي، امریکا له افغانستان سره د ۲۶۶ میلیونو ډالرو نوې مرستې اعلان کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون پر څلورمه په خبر پاڼه کې ويلي چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا ژمنې ښکاره دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستان سره به د امریکا بشپړې سیاسي او اقتصادي اړیکې دوام ولري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی د نوې مرستې یوه اندازه به په روغتیایي برخو او کورونا وايرس پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو ولګول شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د راتلونکې سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي، خو ټینګار یې کړی چې له دې هېواد سره به ملاتړ ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG