د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرامنه افغانستان د ټولې سیمې امن دی: خوستیوال


د خوست قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په یوه ولسي غونډه کې د بین الافغاني خبرو اترو د ملاتړ تر څنګ، د دې هېواد په سوله کې له ګاونډیو هېوادونو هم د مخلصانه همکارۍ غوښتنه وکړه.

د د ډېسېمبر پر ۳۱مه د غونډې ویناوالو وویل، د افغانستان سوله او ټیکاو د دې سیمې د سولې او ټیکاو په مانا ده.

په خوست کې د سولې په ملاتړ د جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو د سولې له بین الافغاني خبرو اترو څخه د ملاتړ د څرګندولو په خوا کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو هم وغوښتل، چې د دې هېواد د سولې په برخه کې مخلصانه همکاري وکړي.

په دې ولسي غونډه کې، چې د خوست د بیلابیلو سیمو لسګونو مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه، قومي مشر توریالی منګل وویل، د افغانستان سوله د ګاونډیانو او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو په ګټه ده.

قومي مشر حاجي ګل نواز مندوزی بیا په خپلو خبرو کې د حکومت او طالبانو غواړي، چې دا ځل په خپل هېواد کې د سولې خبرو ته سره کښېني، اوربند دې وکړي، ځکه له اوربند پرته سوله نشي راتللی.

نوموړی د سولې په خبرو اترو کې د لويې پکتیا د هغو مخورو مشرانو شتون هم ضرور بولي چې په جرګو، مرکو پوهېږي او د مخالفو ډلو تر منځ د سوله کولو تجربه ولري.

د غونډې یو تابیا کوونکي او د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزی وايي، د سولې مذاکرات تر یوه بریده رسېدلي، خو د ولس له تمې سره سم نه دي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان امنیت او ټیکاو د سیمې په امنیت او ټیکاو پوره اغېز لري:

"زموږ هیله داده چې هم د جګړې ښکیل اړخونه او هم ګاونډیان په دې فکر باندې وايي، چې د افغانستان سوله او امنیت دا ددې سیمې امنیت او ثبات پورې مستقیم تړاو لري."

د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت وايي، باور لري، هغه ګټې چې ګاونډیان يې د افغانستان په سوله او ثبات کې ترلاسه کولای شي، د هغو ګټو په پرتله چې د جنګ له لارې يې د ترلاسه کولو هڅه وکړي، څو برابره مشروع او ګټورې دي.

د خوست اوسیدونکي داسې مهال د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په ملاتړ ورغونډ شوي چې د سولې د دویم پړاو خبرو د پیل نېټې له رانېږدې کېدو سره سم، دواړه لوري د مذاکراتو بیا پیلدا ته چمتووالی ښيي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مرکچي پلاوی چمتو دی چې په ټاکل شوې نېټه د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره د خبرو مېز ته کښېني.

XS
SM
MD
LG