د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د "سولې سرود" مشاعره


په دې مشاعره کې یو شمېر خوستیو ممثلینو هم د سولې او شته ناخوالو په اړه برابره کړې د سټیج ډرامه وړاندې کړه.
په دې مشاعره کې یو شمېر خوستیو ممثلینو هم د سولې او شته ناخوالو په اړه برابره کړې د سټیج ډرامه وړاندې کړه.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه ماښام خوستیو شاعرانو د"سولې سرود" په نوم غزلیز برنامه کې د خپلو شعرونو او بیتونو له لارې په افغانستان کې د سولې او یووالي د ټېنګښت او د جګړې د ښکیلو لورو څخه د اوربند هیلې بیان کړې.

یاد غزلیزماښام د یو شمېر شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون د ولسي ملاتړ برنامې لخوا جوړ شوی وو.

د برنامې په پیلیزو خبرو کې خوست والي محمدصدیق پتمن وویل، سوله د افغان حکومت سټراتیژي ده، نه تکتیک او دوحې ته هم د افغان حکومت پلاوی د سولې د خبرو اترو په خاطر تللی دی.

خوست والي وویل، سوله په هغو ارزښتونو د معاملې وړ نه ده، چې میلیونو افغانانو ورته قربانۍ ورکړي دي:

"سوله د یوبل د منلو لپاره ده، نه د یو بل د نفي کولو لپاره او سوله ددې لپاره هم نه ده، هغه څه چې مخالفینو غوښتل د جګړې له لارې يې ترلاسه کړي، هغه د میز په سر ورکړي."

مشر لیکوال او شاعر نواب امیرزي هم په دې غزلیز ماښام کې خبرې وکړې او ويې ویل، افغانان داسې سوله غواړي چې کور ولري، ژوند ولري، اولاد يې تعلیم وکړي، سیال ولري او د جګړې دواړه لوري د سولې ښیګڼې احساس کړي.

ده په خبرو کې خپل څو بیتونه هم وړاندې کړل:

اول به وکړو د اوربند خبرې،،،،، چې ژوندي پاتې شو، مهمې دي د ژوند خبرې

چې اوربند وشو، ارامي شوه نو باور پیدا شي،،،،، بیا به نو پیل شي زموږ تر منځ، د خوند خبرې

نور به ټول یو شو، دا ګران وطن خپه دی رانه،،،،، چې درنه لنډې نه کړي بیا څوک بند په بند خبرې

د ګرانې مور وطن لپاره قرباني په کار ده،،،،، خاونده جوړې کړې، د دو زړو د پیوند خبرې

نوره دا ځوان نسل د اور په لمبو مه سوځوئ،،،،، نواب نو ځکه درته وکړې دا د پند خبرې.

په خوست کې په جوړ شوي غزلیز ماښام کې یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه د ترنم په اندازه هم ولوستل، چې حاضرینو بدرګه کړل:
په خوست کې په جوړ شوي غزلیز ماښام کې یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه د ترنم په اندازه هم ولوستل، چې حاضرینو بدرګه کړل:

د لنډ ویناوو وروسته د رباب له ترنګ سره یوه ځای ازاده مشاعره پیل شوه، چې شاعرانو په کې د سولې ښيګنې او د جګړې بدمرغۍ بیان کړې.

کبیر ریحان خپل دا شعر وړاندې کړ:

توره ټوپکه له تا مې کرکه،،،،، خدای دې نوم ورک کړه په ټوله ځمکه

له تا ویریږي، زما مورکه،،،،، چې غږ دې واوري، پریږدي غړه که

ستا سمنه ده له کبره ډکه،،،،، ستا ګولۍ کلکه، سینه نازکه

بله چاره ده زما نه ورکه،،،،، په تا به اخلم لور ته نانځکه.

ځوان شاعر قدرت الله درمان خپل د سولې ارمان د شعر په ژبه داسې وړاندې کړ:

زه چې راتېرېږمه، نو پړک دې په هندارې کړه،،،،، ښې وي کله-کله لیونی-لیونی چارې کړه

خدایه د کابل جنګونه ورک کړه، امن راوله،،،،، خدایه د کابل جینکۍ بېرته هوادارې کړه

دغسې پښتونه چې له جنګه کراریږې نه... داسې ښه يې ځانته چې واده کوې، وریندارې ته.

د سولې سرود په نوم دې غزلیز ماښام کې جهانزیب جوهر بیا طنزیه شعرونه واورول:

د سړي چې کمبختي راشي لوپر شي، ،،، برخلیک چې اذلي راشي لوپر شي

په دې وخت کې بلا ډېر فکر په کار دی،،،، په ورکوټي چې ځواني راشي لوپر شي

غریبي د یوه نیم سړي په خیر وي،،،، په یوه نیم چې خاني راشي لوپر شي

هلته ګرځي رنګانګ ښکلي مخونه،،،، شیخ چې پارک ته چکري راشې لوپر شي

ملامت به ټول ما نه ګڼئ ملګرو،،،، په جوهر چې ښاپیري راشي لوپر شي.

په خوست کې په جوړ شوي غزلیز ماښام کې یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه د ترنم په اندازه هم ولوستل، چې حاضرینو بدرګه کړل:

درویش متونوال خپل دا شعر ترنم کړ:

تکه سپینه سوله وائ او جنګ نه وائ،، پدې ارمان هم دی وطن زما،، خوږ لکه ایمان هم دی وطن زما.

په دې مشاعره کې یو شمېر خوستیو ممثلینو هم د سولې او شته ناخوالو په اړه برابره کړې د سټیج ډرامه وړاندې کړه.

XS
SM
MD
LG