د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ماشومان د سولې او ښې راتلونکې په هیله زده کړې کوي


خوستي ماشومان خپلو هیلو او امیدونو ته د رسیدو لپاره د جګړې د بندیدو د او سولې د ټېنګښت غوښتنه کوي.
خوستي ماشومان خپلو هیلو او امیدونو ته د رسیدو لپاره د جګړې د بندیدو د او سولې د ټېنګښت غوښتنه کوي.

خوستي ماشومان خپلو هیلو او امیدونو ته د رسیدو لپاره د جګړې د بندیدو د او سولې د ټېنګښت غوښتنه کوي.

دوی وايي، غواړي په راتلونکې کې ډاکټران، انجینران، ښوونکي او د ټولنې مخکښان شي، تر څو لدې لارې افغانستان اباد او خپل خلک د نورو هېوادونو له احتیاجیو خلاص کړي.

خوستیو ماشومانو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ پدې ولایت کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار د جوړې شوې غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

څلور تنه ماشومې نجونې سپوږمۍ، تبسم، دنیا او مینه په خپلو خبرو کې د سولې د ټېنګیدو هیله وکړه او ويې ویل، که خپلو هیلو ته ورسیږي، نو هېواد ته د خدمت په خوا کې به د خپلو خویندو او میندو له حقوقو هم دفاع وکړي.

ماشوم هلکان هم په راتلونکې کې خپل هېواد او خلکو ته د خدمت کولو لیوالتیا لري.

د عابد، نجیب الله او عبدالرحمان په نومونو درې تنه زده کوونکي ماشومان وايي، هېواد يې خدمتګارو کسانو ته اړتیا لري، چې وطن ته ابادي او سوله راوړي.

دوی له حکومت غواړي چې ماشومانو ته ښوونځي جوړ کړي، کتابونه ورکړي او امنیت ټېنګ کړي.

خوستوال له حکومت غواړي چې ماشومانو ته ښوونځي جوړ کړي، کتابونه ورکړي او امنیت ټېنګ کړي.
خوستوال له حکومت غواړي چې ماشومانو ته ښوونځي جوړ کړي، کتابونه ورکړي او امنیت ټېنګ کړي.

بل لورې ته روڼ اندي او ښوونکې د یو هوسا او سوله ییز راتلونکې لپاره د ماشومانو سالمه روزنه او پالنه د کورنیو او حکومت له اساسي دندو څخه بولي.

د جمهوریه په نوم یوه ښوونکې وايي، د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې میندې او پلرونه دي، که د دوی سمه روزنه او پالنه وشي، ټولنه به هوسا وي او کچیرې ګواښل شوي لوی شي، نو د ناهیلیو او مایوسیو اغیزې به په کې وي او د دوی په کړو وړو کې به څرګندیږي.

نوموړې زیاتوي: "ماشومان حق لري چې سالمه ښوونه او روزنه يې وشي، ځکه هر څه چې ماشوم زده کوي هغه په راتلونکې کې ټولنې ته ورښيي، که هڅونې سره لوی شو، نو په ځان يې باور ډېر وي، که ورټل شي، نو بیا دی هم د نورو د محکومولو هڅه کوي، ماشوم دا حق هم لري، چې په امن او سوله کې ژوند وکړي."

بل لوري ته چارواکي وايي، د نوي نسل روزنې او هغوی ته د ژوند د ښو زمینو برابرولو په خاطر حکومت او نړیوال مرستندویه بنسټونه هڅې کوي، خو یو شمېر خنډونو او ستونزو دا هڅې اغېزمنې کړې دي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، خپلو ماشومانو ته د یو شمېر کورنیو ناسمه پاملرنه، ورسته پاتې کلتوري شرایط، جګړه، فقر او نالوستوب هغه لاملونه دې چې تر اوسه هم د ماشومان ژوند ګواښي.

د پوهنې د برخې مسوولین وايي، تر اوسه هم د ښوونځیو د واټن، د کورنیو د نه پاملرنې او نا امنیو له کبله ددې هېواد لکونه نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۵۹ز کال کې د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ وټاکله چې تر هغه وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG