د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوسني افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي ژوند او کارنامې


د اوسني افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي ژوند او کارنامې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:56 0:00

د ۲۰۲۱م کال د جون پر درېيمه (د ۱۴۰۰هجري شمسي کال د غبرګولي پر ۱۳مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۹م تلين دی. هغه په ۱۷۴۷م کال کې په کندهار کې د افغانانو مشر وټاکل شو. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه. د احمد شاه بابا دوې مهمې کارنامې افغان ملت جوړونه او د پاني پت بريا يادېږي. احمد شاه اعظمي په خپل راپور کې د نوموړي ژوند او کارنامو ته کتنه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG